خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د موټرو ټکر ٢٣ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

حوادث

ارشيف

هلمند کې د موټرو ټکر ٢٣ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Sep 25, 2017 - 11:08

تعقيبي-لښکرګاه (پژواک، ٣ تله ٩٦): د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

نن سهار شاوخوا ٩ بجې د واشېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نيمروز- کابل پر لويه لار ترافيکي پېښه رامنځته شوه.

د نيمروز ولايت د دلارام ولسوال نجيب الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په وژل شوو او ټپيانو کې ډېرى يې هغه کسان دي چې د کار لپاره ايران ته تلل، خو د ايران د حکومت له لوري بېرته را ګرځول شوي وو.))

خو بل لورته د هلمند د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي په دې اړه پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه او ١٥ نور ټپيان دي.

هغه وايي: ((٣٠٣ موټر له نيمروز څخه کابل ته روان و چې له يو بل لوى موټر سره جنګېدلى او ډېر کسان په کې مړه او ټپيان شوي دي.))

دغه راز د ګرشک ولسوالۍ د روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې تر اوسه دغه روغتون لس ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي چې پاتې نور ټپيان او مړي د لښکرګاه ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د يادونې ده، دغه ٣٠٣ موټر د ايوبي ترانسپورټي شرکت اړوند دى.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement