خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې بې وزلو ځوانانو ته د وړيا زده کړو مرکز پرانيستل شو

کونړ کې بې وزلو ځوانانو ته د وړيا زده کړو مرکز پرانيستل شو

Oct 08, 2017 - 12:16

اسعداباد (پژواک، ١٦ تله ٩٦): په کونړ ولايت کې سلګونو بې وزله ځوانانو ته د عصري زده کړو وړيا مرکز پرانيستل شو.

د (کونړ فرصت) دغه ښوونيز مرکز د "افغان ډبيټ" بنسټ  له خوا جوړ شوى چې په کې به د عصري علومو زده کړو تر څنګ د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړې هم ورکول کېږي.

"افغان ډيبيټ" بنسټ د غازي امان الله خان د څلورمې جبهې د قوماندان  غازي مير زمان خان د لمسي شوکت زماني له خوا جوړ شوى چې اوس په اروپا کې ژوند کوي.

د "افغان ډيبيټ" مشر حکمت الله رښتين پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه ځوانان چې عصري زده کړو ته لېوال دي او د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای زده کړې وکړي، دوی ورته د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې ده.

هغه زياته کړه چې په دغه مرکز کې به هر کال  ٨٠٠  ښځينه او نارينه زده کوونکو ته د وړيا زده کړو زمينه برابرېږي.

د نوموړي په وينا، په دغه مرکز کې به د کمپيوټر، انګليسي ژبې، انټرنېټ، د کانکور چمتووالي او ويب سايټ جوړولو پروګرامونه ښودل کېږي.

د  کونړ د مرکز اسعداباد يوه اوسېدونکي سعيدالله چې په دغه مرکز کې يې نوم ليکنه کړې، پژواک اژانس ته وويل چې معاصرې زده کړې يې لوی ارمان و، خو د بې وسۍ له امله يې نه شو کولای دغه چاره ترسره کړي.

هغه پر دې خوښي څرګنده کړه چې  ورته د وړيا زده کړو زمينه برابره شوه.

د دغه ولايت يوه قومي مشر يار ملا خان له شوکت زماني څخه مننه وکړه چې د کونړ ولایت د ځوانانو لپاره يې دغه ښوونيز وړيا مرکز جوړ کړى دى.

نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې له دغه چانس څخه ډېره ګټه پورته کړي او عصري زده کړې ترلاسه کړي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement