خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې ۳۲ روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي

غزني کې ۳۲ روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي

Nov 19, 2017 - 17:19

غزني ښار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د عامې روغتيا وزير وايي چې په غزني ولايت کې له ٧٠ روغتيايي مرکزونو څخه ٣٢ ودانۍ نه لري چې ډېر ژر به ورته ودانۍ جوړې شي.

دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز تېره ورځ ناوخته غزني ولايت ته د خپل کاري سفر پر مهال وکړې.

هغه وويل چې په روان کال کې يې د دغه ولايت لپاره ١٤ پروژې منظورې کړي چې د شپږو چارې يې تر اوسه بشپړې شوي دي.

وزير وويل چې په غزني کې دوى دا مهال ٧٠ روغتيايي مرکزونه لري خو له دې ډلې څخه ٣٢ يې ودانې نه لري خو ده وويل چې د ودانيو جوړلو چارې به يې ډير ژر پيل شي.

فيروز زياتوي چې د يو شمير موسسو په مرسته به د غزني ولسواليو ته درمل او نور طبي وسايل ورسوي، ترڅو د ژمي په موسم کې خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

هغه وايي: ((زه کوښښ کوم چې د غزني ټول اوسيدونکي روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى ولري.))

دغه راز په دې غونډه کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې د پخوا په پرتله د روغتيا په برخه کې ستونزې کمې شوي دي.

هغه وايي: ((رښتیا هم چې په غزني کې د روغتیا په برخه کې کارونه شوي دي او لا هم روان دي خو په ځينو سيمو کې اوس هم خلک مشکلات لري.))

ده هم وويل چې د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ به ټولو روغتيايي مرکزونو ته ودانې جوړې کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار قومي مشر ويس احمد منيب پژواک ته وويل چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې اوس هم خلک له ستونزو سره مخ دي.

ده ټينګار وکړ چې د عامې روغتيا وزارت بايد دې ولايت ته متخصص ډاکټران ور واستوي.

د يادونې وړ ده چې د غزني په ډېرو لرو پرتو سيمو کې اوس هم يو شمير خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه لري او ځانګړى ډول د ژمي په موسم کې بيا له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement