خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له تېرو ١٤ کلونو د پکتيکا د ٣ ولسواليو لارې د نا امنۍ له امله تړلې دي

له تېرو ١٤ کلونو د پکتيکا د ٣ ولسواليو لارې د نا امنۍ له امله تړلې دي

Nov 25, 2017 - 17:06

ښرنه (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦): د پکتيکا ولايت د درېيو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې لويه لاره يې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې تړل شوې چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، د دغه ولايت د وازې خوا، تروې او وړممۍ ولسوالۍ لاره بنده ده او حکومت ورته د هوا له لارې اکمالات کوي.

د وازې خوا ولسوالۍ يوه سرتېري محمد امين پژواک ته وويل چې له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې د دې ولسواليو لاره د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوې او هېڅوک پرې تګ راتګ نه شي کولى.

هغه زياته کړه، شپږ مياشتي کېږي چې په مرکز ښرنه کې په هوټلو کې اوسېږي، خپلی ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې نه شي تللی، د هوا له لارې پروازونه نه پيدا کېږي او ترلاسه کړی معاش ترې په هوټلونو مصرفېږي.

دغه سرتېري له دولته وغوښتل چې د ژمي په راتلو دې د ګواشتې په سيمه کې عمليات وکړي او د لارې په اوږدو کې د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې جوړې کړي، څو د يادو ولسواليو اوسېدونکي مرکز ښرنې ته د تګ راتګ اسانتیا پيدا کړي.

د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي سيدشاه پژواک ته وويل چې ولسوالي يې له ډيورنډ کرښې سره اوږوده پوله لري خو د ګواشتې د لارې د نا امنۍ له امله دوى کلابند پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د ګواشتې په لويه لاره يې په تېرو ۱۴ کلونه کې تر ۱۰۰ زيات کسان د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوي، په لسګونو نور يې ژوبل دي، په مياشتو مياشتو د وسله والو طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې راغلي، خو د دې سيمې نر او ښځو وسله والو طالبانو ته سختې ماتې ورکړې خو بيا هم دولت ورته پاملرنه نه کوي.))

د پکتيکا ولايت د ځوان خوځښت ټولنې  مشر عبدالحق فقيرزاده له پژواک سره په خبرو کې وويل چې وازې خوا، تروې او وړممۍ ولسوالۍ د پکتيکا ولايت له مهمو او سرحدي ولسواليو څخه شمېرل کېږي چې د دولت له لوري ورته پاملرنه کمه ده.

د نوموړي په وينا، د دې ولسواليو اوسېدونکي مناسبو روغتيايي خدماتو، بازارونو، او داسې نورو مهمو برخو ته لاسرسی نه لري، خوراکي توکي له دې امله په لوړه بيه پلورل کېږي چې خوراکي توکي په قاچاقي لارو او يا د لارو د خرابوالي پلمه کوي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد اعظم هاشمي پژواک سره په خبرو کې وويل چې د دې لارې د خلاصون لپاره يې پلان نيول شوی او په نږدې راتلونکي کې به درېيو واړو ولسواليو ته لارې خلاصې شي.

د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز هم مني چې د يادو ولسواليو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دې لارو د خلاصېدو غوښتنه ولس او ولايتي ادارې هم کړې او ډېر ژر به له کابل څخه يو پلاوى ولايت ته سفر وکړي.

د يادونې ده، څلور کاله وړاندې  د همدې لارې د خلاصون په موخه په ګواشتې سيمه کې پوستې جوړې شوې،  خو له دوو مياشتو تېرېدو وروسته د وسله والو طالبانو له لوري د بريد په ترڅ کې يې سقوط وکړ.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې لارو د بندېدو په اړه څه نه دي ويلي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement