Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

غزني کې سلګونو کورنیو ته مرستې وېشل شوې

Society

ارشيف

غزني کې سلګونو کورنیو ته مرستې وېشل شوې

By
On
Nov 23, 2017 - 14:27

غزني ښار (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): غزني کې له شاوخوا څلور سوه کورنيو سره نغدي او غير نغدي مرستې وشوې.

د غزني والي عبدالکريم متين د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د یادو خلکو سروې په تېرو دوو کلونو کې شوې وه.

هغه وويل: ((له دې کورنیو سره چې شمېر یې ٤٠٢  ته رسېږي، نن د دوه- دوه سوه ډالرو، څلور تختې کمپلو او د ژمي د جامو مرستې وکړې.))

والي وايي چې د مرستو دغه لړۍ به روانه وي څو له نورو بېځايه شوو سره هم مرستې وشي.

خو بل لور ته يو شمېر کډوال بيا وايي چې دغه مرستې د کډوالو په نوم دولتي مامورينو اخیستې دي.

د غزني ښار اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې نننۍ مرسته واسطه لرونکو او يا هم دولتي مامورينو ته ورکړل شوې ده.

هغه وايي: ((اصلي کډوال پاتې دي، ډېر کومکونه د مهاجرينو رياست کارکوونکو واخيستل.))

دغه راز له اندړو ولسوالۍ څخه بېځايه شوي کډوال شاه محمد هم وايي چې کډوال په ګڼو ستونزو کې دي خو مرستې دولتي کسانو واخيستې.

ده وويل: ((په اندړو کې مې کور و، جنګ شروع شو کور مې ټول وران شو، اوس په کور کې لس کسان يو، غزني ښار ته راغلي يو، باور وکړه که هغه د کور کرايه هم لرو خو زموږ په نوم کومکونه بل چا واخيستل.))

خو يو بل بېځايه شوي کډوال رحيم الله پژواک ته وويل: ((موږ په ډېرو ستونزو کې و، له دې مرستو څخه مننه کوو؛ ځکه ژمې دى، ان لرګي مو هم نه درلودل.))

رحيم الله وويل چې په دغه ولايت کې بېځايه شوي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، بايد منظمې مرستې ورسره وشي.

د يادو څرګندونو په اړه د غزني د کډوالو چارو رييس له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا پژواک ته وويل چې د کډوالو چارو رياست تر څنګ يو شمېر نورو دولتي مامورينو هم مرستې ترلاسه کړې دي.

خو ده وويل، هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update