Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د شېرزادو لپاره د طالبانو ولسوال ونيول شو

د ننګرهار د شېرزادو لپاره د طالبانو ولسوال ونيول شو

Aug 27, 2015 - 10:59

جلال اباد (پژواک، ۵ وږی ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ لپاره يې د طالبانو ولسوال او يو ډلمشر نيولی او څلور طالب ډلمشران يې وژلي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ماښام يې د سره رود ولسوالۍ د پتي اباد سيمه کې د شېرزادو لپاره د طالبانو ولسوال قدرت الله مشهور په بلال او يو بل ډلمشر نيول شوي دي.

مشرقيوال وويل: ((دا طالب مشران پر موټرسايکل سپاره وو چې د پلټنې پر مهال پوليسو ونيول اوس د کشفي ارګانونو سره تر پوښتنو لاندې دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د امنيتې قوماندانۍ وياند پژواک ته وويل چې تېره ورځ د شېرزاد ولسوالۍ کُدوخېلو په سيمه کې د هوايي بريد پر مهال څلور طالب سرګروپان وژل شوي دي.

مشرقيوال د وژل شوو کسانو پوره هويت په ډاګه نه کړ، خو يادونه يې وکړه: ((دا کسان د جيپور په نامه د يوه مشهور طالب قوماندان ډلمشران دي، صفت الله، ولي، غنډی او زړګی نومېږي.))

اخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا رسنيو ته ويلي چې د شېرزادو په کُدوخېلو کې وژل شوي دا څلور کسان په دې ملکي وګړي دي چې د بهرنيو پوځيانو په هوايي بريد کې په نښه شوي.

خو ولايتي اداره د ملکي وګړو د وژل کېدو رپوټونه  ردوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement