د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: د ښرنې- انګور اډې د سړک پخولو چارې ډېرې ورو روانې دي

خلک: د ښرنې- انګور اډې د سړک پخولو چارې ډېرې ورو روانې دي

Dec 22, 2015 - 12:27

ښرنه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسيدونکي وايي چې د ښرنې او انګور اډې تر منځ د غځېدلي سړک د پخولو چارې په ځنډ روانې دي او چارې یې په ټاکل شوي وخت پای ته نه شي رسېدای.

تېر کال د کب په مياشت کې د مرکز ښرنې او انګور اډې تر منځ د ٥٠ کيلومتره سړک د پخولو تړون له يوې افغان- ترک کمپنۍ سره د ٥٢ ميليونه ډالرو په بدل کې لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې، د ياد سړک د جوړولو چارې بايد د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

خو د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سړک د جووړلو چارې په ځنډ پر مخ روانې دي چې له امله يې اړوند کمپنۍ نه شي کولاى پر ټاکلي وخت د دغه سړک د جوړونې چارې پاى ته ورسوي.

هغه زياته کړه: ((زه کلونه کېږي په دې لاره موټر چلوم، لاره ډېره خرابه ده او کمپنۍ هم په نه زړه کار کوي او که کار يې همداسې روان وي په څو کلونو کې به یې هم خلاصې نه شي کړی.))

دغه راز د مرکز ښرنې اوسېدونکي مومن هم پژواک ته وويل چې د مرکز ښرنې او انګور اډې تر منځ د غځېدلي سړک د پخولو چارې ډېرې ورو روانې دي.

هغه وايي: ((دا يو ډېر مهم سړک دى، هره ورځ ډېر خلک پرې تګ راتګ کوي، بايد کمپنۍ يې د جوړونې چارې پر خپل وخت خلاصې کړي.))

همدارنګه په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي نادرخان کټوازي هم پژواک ته وويل چې د ياد سړک د جوړولو قرارداد له يوې داسې کمپنۍ سره لاسليک شوی چې د سړک د پخولو وړتيا نه لري.

هغه وويل: ((له کومې کمپنۍ سره چې تړون شوى هغه يوه افغاني کمپنۍ ده خو د پيسو په زور يې په ځان باندې د ترکي کمپنۍ نوم ايښی دى.))

کټوازى وايي چې د اړوندې موضوع په اړه يې په پکتيکا او کابل کې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د پکتیکا والي امين الله شارق هم پژواک ته وويل چې د ياد سړک د جوړولو چارې په ځنډ سره روانې دي.

خو ده وويل چې د دې ستونزې د حل په موخه يې له اړوندې کمپنۍ او فوايد عامې وزارت سره خبرې کړې او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

د يادې کمپنۍ مشر ميرمحمد محراب پژواک ته وويل چې دا يوه لويه پروژه ده او د جوړونې چارې يې ډېر وخت ته اړتيا لري.

خو ده زياته کړه: ((که امنيتي او ځيني نور مشکلات رامنځته نه شي موږ کولاى شو پر ټاکلي وخت د پروژې کارونه بشپړ کړو.))

ياد سړک د پکتيکا مرکز ښرنه له انګور اډې او بيا له ډیورنډ پولې سره نښلوي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement