د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د کرنې ملي پوهنتون ته غځېدلى څلور کيلومتره سړک پخيږي

د کندهار د کرنې ملي پوهنتون ته غځېدلى څلور کيلومتره سړک پخيږي

Dec 22, 2015 - 16:15

کندهار ( پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه، ٩٤) : په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون ته د غځېدلي څلور کيلومتره سړک د پخولو چارې پيل شوي چې تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به بشپړې شي.

دغه پوهنتون د کندهار- سپين بولدک لويې لارې ته څېرمه د ترنک تحقيقاتي فارم په ساحه کې موقعيت لري چې د سړک د خربوالي له امله نه يواځې محصلين، بلکې د دغې سيمې اوسېدونکي هم له ستونزو سره مخامخ وو.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي چې د دغه پوهنتون او د سړک جوړولو له چارو ليدنه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار- سپين بولدک له لويې لارې څخه د زراعتي علومو او ټکنالوژي تر ملي پوهنتون پورې د غځېدلي څلور کيلومتره سړک د پخولو چارې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه، دغه سړک د کليو او پراختيا رياست په چوکاټ کې د انرپ موسسې له خوا د ٢٨ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

د ده په خبره، د سړک د پخولو چارې به تر راتلونکو شپږو مياشتو بشپړې شي چې د محصلينو ترانسپورټي ستونزې به ورسره حل شي او دغه راز به د ترنک فارم د ساحې اوسېدونکي وکولى شي خپل محصولات په لنډ وخت کې تر مارکېټ پورې ورسوي.

شمسي د پوهنتون اړوند د نورو چارو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې محصلين د برېښنا او انټرنيټ له نشتوالي سره هم مخ وو، چې اوس يې دغه ستونزه هواره کړې ده.

ده زياته کړه، د حاجي محمد په نوم د کندهار يوه ملي سوداګر د ١٥ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د پوهنتون لپاره لمريزه برېښنا چمتو کړې چې محصلين ورڅخه د ورځې او شپې له پلوه ګټه پورته کوي.

هغه د کندهار پر نورو ملي سوداګرو هم غږ وکړ چې له پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي، څو د هېواد په کچه دغه ملي پوهنتون وده وکړي.

نوموړي دا هم وويل چې د کندهار ولايتي اداره پر دې کار کوي، څو د لوړو زده کړو وزارت وهڅوي چې دغه پوهنتون ته پاملرنه ډېره کړي.

د دغه پوهنتون محصلين وايي، د هندوستان په مرسته جوړ شوى دغه پوهنتون د هېواد په کچه لومړنى ملي پوهنتون دى چې محصلين په کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کوي، خو د مرکزي ادارې د نه پاملرنې له امله ستونزو سره مخامخ دى.

د عصمت په نوم يوه محصل پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال په دې پوهنتون کې ٢١ تنه محصلين د ماسټرۍ په برخه کې په زده کړه بوخت دي چې راتلونکې اوونۍ به ٢٠ تنه نور محصلين هم جذب شي.

دى وايي، محصلينو د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د برېښنا، انټرنيټ او اوبو له نشتوالي سره مخ وو، چې له ښه مرغه د ولايتي ادارې په مرسته دغه ستونزه په دې وروستيو کې هواره شوې ده.

په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژي د ملي پوهنتون د جوړولو ژمنه په ٢٠١١ زېږديز کال کې د هندوستان پخواني لومړي وزير من موهن سنګهـ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې وه او هغه مهال ويل کېدل چې دا به د هندوستان د هغو ٥٠٠ ميليونه ډالرو مرستې يوه برخه وي چې له دغه هېواد سره يې کوي.

دغه راز ژمنه شوې وه چې د دغه ملي پوهنتون بشپړ تاسيسات به د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي، خو تر هغه مهاله به يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کوي، چې د کاناډا هېواد په مالي لګښت جوړه شوې ده.

هغه مهال ژمنه شوې وه چې په دغه پوهنتون کې به د مالدارۍ، د نباتاتو د ساتنې، د زراعتي اقتصاد، ترويج، د مېوو د ودې او نور پوهنځي چې شمېر به يې تر ١١ پورې رسېږي، جوړېږي او د هېواد په کچه به په کې د زراعت له پوهنځيو څخه فارغو شوو محصلينو ته ماسټرۍ او پي ايچ ډي په کچه تدريس پيل کېږي.

خو دا دى کلونه وشول چې د دغه پوهنتون د ودانۍ د رغولو چارې نه دي پيل شوې.

 

 

 

 

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement