د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا –خوست سړک د جدي ساتنې غوښتنه وشوه

د پکتيا –خوست سړک د جدي ساتنې غوښتنه وشوه

Jan 27, 2016 - 16:08

ګردېز (پژواک، ٧ سلواغه ٩٤): د پکتيا اوسېدونکي وايي چې که د خوست-پکتيا ترمنځ د غځېدلي سړک اړينه ساتنه ونه شي، ډېر ژر به ويجاړ شي.

د پکتيا_خوست ترمنځ غځېدلى ١٠٥ کيلومتره سړک د شپږوکلونو په موده کې په  ٢٣٢ميليونه ډالره لګښت په اساسي ډول جوړ شو، چې کابو يوه نيمه مياشت وړاندې (د ليندۍ ٢٥مه) د فوايد عامې د وزير محمود بليغ او سيمه ييزو چارواکو له لوري پرانيستل شو.

خو اوس د خوست او پکتيا ولايتونو اوسېدونکي د دې سړک په اساسي ساتنه ټينګار کوي.

د پکتيا اوسېدونکي ضابط خان د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژنس ته وويل: ((زه د خوست - ګردېز پر لويه لار باروړونکي موټر چلوم، دغه لاره ټوله د غرونو په منځ کې ده چې د واورې او باران په وخت کې سېلابونه پرې راځي ، تيږې پرې راښويېږي او سړک خرابوي.))

د هغه په وينا، اوس هم د دې سړک په اوږدو کې ځينې داسې ځايونه شته، چې سېلابونه پرې راغلي او سړک يې ويجاړ کړى دى.

دى وايي: ((دا يوه وړه ستونزه ده، که همداسې پرېښودل شي، نو سړک به ټول خراب شي.))

د ګردېز ښار اوسېدونکي احمد يوسف هم پژواک ته وويل: ((دا سړک ډېر خراب و، اوس چې جوړ شوى، موږ ورته ډېر خوشحاله يو، خو له حکومته غواړو چې د ساتنې لپاره يې لازم اقدامات وکړي.))

د پکتيا د وزي ځدراڼ ولسوالۍ قومي مشر حاجي نادم هم پژواک ته وويل، چې د خوست_پکتيا ترمنځ د غځېدلي سړک جدي ساتنه بايد وشي.

هغه زياتوي: ((دغه سړک په ډېرو کړاوونو او د خلکو د سر په بيه جوړ شوی او ډېر وخت هم پرې تېر شو، خو اوس يې بايد د ويجاړېدو مخه ونيول شي.))

دى هم وايي، د ورښتونو پرمهال سېلابونه راوځي او د سړک د ويجاړېدو لامل کېږي.

خو په پکتيا کې د فوايد عامي رييس عبدالله دراني پژواک ته وويل، د ياد شوي سړک د ساتنې لپاره يې ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.

ده وويل: ((د شپږو کلونو په اوږدو کې دغه سړک جوړ شوى دى، موږ يې هماغه وخت او اوس هم د ساتني لپاره پلانونه لرو.))

د هغه په خبره، د دې سړک ترڅنګ د پکتيا ځينې نور سړکونه هم بيارغونې ته اړتيا لري چې په خپل وار به ورغول شي.

د پکتيا ځينو اوسېدونکو دا هم وويل، چې د دې ولايت ډېرى سړکونه د ماين چاودنو او يا هم د ټيټ کيفيت له امله له منځه تللي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement