د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بغلان والي: د ډنډغوري جګړې مشري پاکستانيان کوي

د بغلان والي: د ډنډغوري جګړې مشري پاکستانيان کوي

Feb 03, 2016 - 13:15

پلخمري (پژواک، ١٤ سلواغه  ٩٤): د بغلان د ډنډ غوري سيمې په جګړه کې د دريو قوماندانانو په ګډون اته طالبان او په مرکزي بغلان کې درې پوليس د سيمه ييزو پوليسو له يوه قوماندان سره وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د ډنډغوري نيازالله او درقد کلي چاڼ شوي او امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

بارز وويل: ((د سيمه ييزو طالبانو په منځ کې پاکستاني ‌طالبان هم شته او د جګړې مشري د پاکستانيانو پر غاړه ده.))

د بغلان والي ادعا کوي چې د ډنډغوري عملياتو له پيله چې يوه اوونۍ کېږي، شاوخوا سلو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي د مرګ ژوبلې شمېره څرګنده نه کړه او زياته يې کړه چې په وژل شوو کې پاکستاني وګړي هم شته دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي اردو د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد چې د يادو عملياتو قومانده هم ور له غاړې ده، وايي، سره له دې چې له نورو ولايتونو هم ډنډ غوري ته طالبان راغلي، مخ پټي کسان  بهرني وګړي هم ورسره دي چې په جګړه کې يې ګډون کړى.

د هغه په خبره، امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د جګړې درې کانګريټي کرښې ماتې کړې او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

خو طالبان ادعا کوي چې په ډنډ غوري کې د دولت عمليات له ماتې سره مخ شوي او دولتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالب وياند ذبيح الله مجاهد لخوا پژواک ته په استول شوي برېښناليک کې راغلي چې د جګړې په ترڅ کې ١٤ سرتېري وژل شوي او ١٥ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي د دريو طالبانو د وژنې او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه چې د مقابل لوري دوه ټانکونه يې ويجاړ کړي او سپېشل فورس (ځانګړو ځواکونو) د سرتېرو  پنځه مړي چې په سيمه کې پاتې وو، د ځايي سپين ږيرو په مرسته د سره صليب ادارې ته سپارل شوي دي.

د بغلان والي زياته کړه چې طالبانو د پلخمري – کندوز له لويې لارې د کورنيو چارو وزارت درې تښتولي افسران ډنډغوري ته لېږدولي دي.

هغه زياته کړه چې دا درې کسان دوه ورځې وړاندې له مزارشريف نه کندوز ولايت ته روان وو چې په حسين خېل سيمه کې وتښتول شوي، خو والي د هغوى هويت څرګند نه کړ.

ډنډغوري د بغلان د مرکز پلخمري ښار په شاوخوا دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري او د وګړو شمېر يې شاوخوا ٣٠ زره اټکل شوې دى. دا سيمه له ٩ مياشتو راهيسې د طالبانو په واک کې ده او اوسمهال دولتي ځواکونه دې ساحې ته ننوتي او عمليات دوام لري.

له بلې خوا په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان  له دريو پوليسو سره وژل شوى دى.

د بغلان مرستيال والي عبدالقديم نيازي وويل چې دا څلور کسان تېره شپه د قيصرخل پر امنيتي پوستو د طالبانو بريد کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دولت دې ډېر  ژر په مرکزي بغلان کې عمليات وکړي، که نه طالبان به خپلې مورچې پياوړې کړي او بيا به د نيول شوو سيمو بېرته ترلاسه کول ګران وي.))

د سيمې اوسېدونکي محمد جمعه وويل چې طالبان د کندوز د چهاردرې له ولسوالۍ د مرکزي بغلان د بايسقال سيمې له لارې قيصرخېل ته ننوتي او د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو يې بريدونه کړي وو.

هغه هم د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې که دولت په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ونه کړي، د طالبانو نفوذ به زيات شي.

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement