د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د کابل ښار د پاکوالي پروګرام پيل کړ

ولسمشر د کابل ښار د پاکوالي پروګرام پيل کړ

Mar 28, 2016 - 15:13

کابل (پژواک ٩ ورى ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د پاکوالي پروګرام، نن له بي بي مهرو سیمې څخه رسماً پیل کړ.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه پروګرام د پیلولو پرمهال د فواید عامې وزیر او د کابل ښاروالۍ سرپرست د ولسمشر ملتیا کوله.

سرچينه کاږي، ولسمشر د خپلو خبرو پرمهال وویل، په کابل ښار کې د کثافاتو زیاتوالی زموږ د هېوادوالو له عمده شکایتونو څخه یو دی او دغه د پاکوالي پروګرام د ګذر وکیلانو او د کابل ښار مشرانو سره له سلا او همغږي وروسته پلی کېږي.

ده زیاته کړه، نن د کابل ښار د ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ د کثافاتو د ستونزې د حل په موخه لومړی ګام اخیستل کېږي.

د هغه په وينا، تراوسه پورې له ۹۰ زره څخه تر ۱۰۰زره متر مکعب کثافات راټول شوي او د قوه کار لومړی اقدام دا دی، چې دغه کثافات ډېر ژر له کابل ښار او بګرامیو ولسوالۍ څخه ګزک سیمې ته ولېږدوي.

غني څرګنده کړه، په دویم ګام کې د کثافاتو د تصفیې د تخنیکي ارزونې په خاطر د څلورو معتبرو نړیوالو شرکتونو له جملې څخه تر ټولو غوره انتخابېږي، ترڅو کثافات په اساسي توګه تصفیه شي او د امکاناتو په صورت کې به له کثافاتو څخه انرژي هم تولید شي.

نوموړى وايي، په درېيم ګام کې ترتیبات نیول شوي دي چې "د سولې لپاره کار" پروګرام کې د کابل د دوامداره پاکوالي په خاطر به یوه ځانګړې قوه انسجام او په وروستي پړاو کې اعلان شي.

دى زياتوي، څلورم ګام د خصوصي سکتور ونډه ده او د دوی طرحې په ناحیه واره توګه د تطبیق په موخه تر څېړنې لاندې دي.

هغه وويل، په پنځم ګام کې د کابل ښار د پاکوالي په خاطر په ښاري پیوستون پروګرام کې زموږ د ښاریانو ونډه مهمه ده، ترڅو د کابل هر ګذر د یوه منسجم پروګرام لرونکی وي او ټول خلک خپله ونډه ادا کړي.

ولسمشر وايي ، هر یو باید کوڅه، ګذر، ناحیه او ښار خپل وبولو او په پاکي او نظافت کې یې ونډه واخلو.

ده زياته کړه: (( کابل ښاریانو ته زما پیغام دا دی چې د ګذر وکیلانو او د کابل ښار مشرانو سره له مشورو وروسته به په څو پړاوونو کې د کابل ښار اساسي ستونزې حل شي او سږکال به کابل ښاریان او د ګاونډیو ولایتونو خلک د یوه عمده تحرک شاهدان وي.))

اشرف غني له رسنیو او خلکو څخه وغوښتل چې یاد پروګرام وڅاري او د بې غوري او نورو ستونزو د لیدلو پرمهال دې، دی په جریان کې کړي.

د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اقتصاد عالي شورا کې د ولسمشر د پرېکړې پربنسټ، کابل باید په څو پړاوونو کې له کثافاتو څخه پاک شي او دا پروګرام دوامدار جریان پیدا کوي.

د یادې شورا د پرېکړې پر اساس، د کار قوه، چې تازه د فواید عامې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوې، په هره ربعه کې به یو ځل په دې پروګرام کې همکاري کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement