د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې یوولس کیلومتره سړک جوړ شو

د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې یوولس کیلومتره سړک جوړ شو

Mar 31, 2016 - 17:02

اسعداباد (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د کونړ په نرنګ ولسوالۍ نږدې يوولس کيلومتره سړک جوړ شو چې اووه زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

دغه سړک نن (د وري ١٢مه)  د نرنګ ولسوالۍ په باډيل دره کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه دره ١٥ کلي لري چې څه باندې ٧ زره کورنۍ په کې دي.

د باډيل درې یوه اوسېدونکي مولوي زرباز پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ کلي تر اوسه سړک نه درلوده، خلکو د ضرورت شيان په خرو او يا هم په قچرو راوړل.))

ده وويل چې دې سيمې ته د سړک د نه شتون له امله ډېری وخت ناروغانو د لارې په اوږدو کې  ساه ورکړې ده.

په دې سيمه کې د کونړ د کليو او پراختيا رياست استازي عبدالغفار پژواک ته وويل چې دغه سړک ١٠،٧٥ کيلومتره اوږدوالى لري او د يونيم کال په موده کې رغول شوى دى.

د هغه په وينا، پر دغه سړک ٤٧ ميليونه افغانۍ لګښت شوى چې ١٣٧٥ متره استنادي دېوال او څلور پلګوټي هم لري.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د باډيل درې خلکو ته وويل: ((زه له تاسو څخه مننه کوم چې د سړک جوړونې له شرکت سره مو مرسته وکړه تر څو په دې نا امنه سيمه کې تاسو ته سړک جوړ کړي.))

ده وويل چې د دې سيمې پاتې سړکونه به هم ورغول شي.

کلميزي د باډيل درې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې په خپله سيمه کې وسله والو مخالفينو ته د فعاليت کولو اجازه ورنه کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement