د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ښار له کابل دوه لارې تر عينو مېنې د سړک جوړولو چارې پيل شوې

د کندهار ښار له کابل دوه لارې تر عينو مېنې د سړک جوړولو چارې پيل شوې

Apr 14, 2016 - 18:21

کندهار (پژواک ٢٦ ورى ٩٥): د کندهار ښار له کابل دوه لارې څخه تر عينو مېنې پورې د ١،٣ کيلومتره سړک د جوړولو چارې، نن پيل شوې.

د دغه سړک چارې د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي له خوا د پټۍ په پرې کولو پيل شوې، چې د افکو کمپنۍ مشر محمود کرزي، د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال او نورو هم په کې ګډون درلود.

د کندهار والي وويل، ياد شوى سړک ١،٣ کيلومتره اوږدوالى او له پليو لارو سره يو ځاى ١٥ متره بر لري چې په اوږدو کې به يې درې ګلدانونه او درې پلونه هم ورغول شي.

هغه د دغه سړک د جوړولو د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل چې د عينو مېنې اړوند د افکو کمپنۍ له خوا ورکول کېږي.

بل خوا د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي، د باى پاس سړک جوړولو چارې چې څو مياشتې مخکې پيل شوې وې، اوسمهال ٨٢ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه مهم سړک د کندهار ښار په درېيمه ناحيه کې دى، چې ٢،٥ کيلومتره اوږدوالى او ١٠،٥ متره بر لري.

د کندهار ښاروالۍ وياند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده د دغه سړک د جوړولو چارې تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې بشپړې شي.

هغه زياته کړه، د دې لپاره چې دغه سړک ډېر مقاومت ولري، يواځې پر خامه کاري يې ٢٨ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، خو د سفالت د برخې لپاره يې هم ٣٦ ميليونه افغانيو لګښت ته اړتيا ده، چې له تخنيکي او تدارکاتي پړاوونو وروسته ورکول کېږي.

ده وويل: ((د سړک جوړونې د معيار specification پر بنسټ د باى پاس سړک يونيم متر خاوره ليرې شوې او د مقاومت ډېرولو په موخه يې په اساسي توګه فيلينګ شوى، چې وروسته به د سفالت لايه ور اچول کېږي او په ډېره معياري توګه به رغول کېږي.))

دغه سړک د کندهار ښار له دويم دوراهي څخه تر هندو څلور لارې غځېږي چې د کندهار- کابل، کندهار- هرات او کندهار- سپين بولدک ټرانزيټي لارې سره نښلوي.

څرګند وويل، پر دغه سړک لوى باروړونکي موټرونه تګ راتګ کوي، چې خلکو يې له ډېره وخته د جوړولو غوښتنه کوله.

د کندهار ښار اوسېدونکي د باى پاس سړک د معياري جوړولو هرکلى کوي او وايي، د دغه سړک خرابوالي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي و.

د دې ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، باى پاس سړک شاوخوا لس کاله وړاندې په ډېر ټيټ کيفيت جوړ شوى و، چې ډېر ژر ويجاړ او خراب شو.

دى وايي، له همدې امله پر دغه سړک تېرېدونکي بار وړونکي موټر له سختو ستونزو سره مخامخ وو، چې ډېر مهال به لوى موټرونه چپه کېدل او لاره به په ورځو ورځو تړلې وه.

د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي، د کندهار ښار په ١٥ واړو ناحيو کې متوازنې پرمختيا ته ژمن دي چې پر بنسټ يې په دغو ساحو کې د سړکونو، پليو لارو، لښتيو او پلونو جوړولو چارې روانې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement