د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ په نښتو کې د پنځو طالبانو په ګډون ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ په نښتو کې د پنځو طالبانو په ګډون ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Apr 16, 2016 - 16:42

اسعداباد (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): چارواکي وايي، د کونړ په نښتو کې د ٥ وسله والو مخالفينو په ګډون ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.

ده زياته کړه، په دې بريدونو کې يو ملکي وګړى وژل شوى، درې ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

سيدخېل وايي، د پوليسو په ځوابي بريدونو کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې له تېرې اونۍ راهيسې، وسله والو طالبانو د دې ولايت په ځينو ولسواليو بريدونه پيل کړي چې له امله يې  د جګړې د دواړو لورو ترڅنګ عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement