د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګه: د پوهنې وزارت دې د خالي بستونو د استخدام لړۍ چټکه کړي

مشرانو جرګه: د پوهنې وزارت دې د خالي بستونو د استخدام لړۍ چټکه کړي

Apr 17, 2016 - 17:23

کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو، د پوهنې په وزارت کې د خالي بستونو پر شتون د نيوکې ترڅنګ په دغه وزارت کې د استخدام لړۍ د چټکتيا غوښتنه وکړه، خو د پوهنې وزير وويل چې په دې برخه کې په جديت سره کار روان دى.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون مشر ويلي و، چې د حکومت په بېلابېلو ادارو کې ٢٥٥٨٤ بستونه خالي دي، چې له دې ډلې يې ١٣٠٠٠ بستونه په پوهنې وزارت کې دي.

مشرانو جرګې نن د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د يادې جرګې عمومي ناستې ته رابللى و، څو په دغه وزارت کې د ١٣٠٠٠ خالي بستونو، خيالي ښوونځيو او د پوهنې د ټوليز وضعيت په اړه معلومات وړاندې او د جرګې غړو پوښتنو ته معلومات وړاندې کړي.

د يادې جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسيون مشرې ليلما احمدي د نن ورځې په ناسته کې وويل، چې په حکومتي ادارو کې ياد بستونه په داسې حال کې خالي دي، چې د هېواد زرګونه تحصيل کړي ځوانان بې دندو ګرځي.

مېرمن احمدي د پوهنې له وزير څخه د نه استخدام په اړه پوښتنې وکړې او ويې ويل، چې وزير بايد د خيالي ښوونځيو د شتون او د پوهنې ټوليز وضعيت په اړه هم معلومات وړاندې کړي.

 د پوهنې وزير وويل، چې په دغه وزارت کې ١٢٧٦٦ بستونه خالي و، خو په دې وروستيو کې ١٩٠٤ کسان په مرکز او ولايتونو کې په بېلابېلو برخو کې د رقابتي ازموينې له لارې استخدام شوي او پاتې نور بستونه اعلان ته وړاندې شوي دي.

هغه زياته کړه چې ډېرى خالي بستونه په نا امنو ولسواليو او سيمو کې دي او يادو سيمو ته څوک په ٣٠ تر ٥٠ امتياز په ورکړې هم نه حاضريږي.

 نوموړي وويل، چې د ښارونو په مرکزونو کې له دوه-دريو زيات خالي بستونه شتون نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: "د دې ستونزې د حل په موخه اړتيا ده، چې په ولسواليو او نا امنو سيمو کې پنځوس سلنه خالي بستونه په خدمتي توګه د ښارونو مرکزونو ته راولېږدو."

د پوهنې وزير څرګنده کړه، چې د دې کار په ترسره کولو سره به بيا هم دوه تر درې زره خالي بستونه پاتې شي، ځکه هيڅ کوم ښوونکى هم په نا امنو سيمو کې دندې ترسره کولو ته چمتو نه دى.

هغه وويل، چې په راتلونکو ورځو کې به په مرکز او ولايتونو کې د رياست او امريت ١٠٠ خالي بستونه، پر پايلې ولاړ د ظرفيت لوړونې پروګرام (CBR) له لارې اعلان ته وړاندې شي.

بلخي هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکو دوه مياشتو کې به د دغه وزارت د تشکيلاتو خالي بستونو کې وړ کسان په دندو وګوماري.

د پوهنې وزير، د وزارت پخواني مشرتابه او اداري اصلاحاتو کمېسيون تر منځ د اختلافونو شتون او د ملي يووالي حکومت په لومړيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د نوي وزيرانو تر ټاکل کېدو پورې پر دندو د نه ګومارنې په اړه د فرمان صادرول د يادو خالي بستونو اصلي لاملونه وبلل.

نوموړي دغه راز وويل، چې د يو شمېر کارکوونکو له دندو لرې کول، مړينه او ځينو نورو تقاعد هم د خالي بستونو له لاملونو ګڼل کېږي او زياته يې کړه چې اوسمهال له دوه ولايتونو پرته په ټولو ولايتونو کې د ازموينې د اخيستو لړۍ روانه ده.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د پوهنې د نيمګړتياو د پوره کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

بلخي زياته کړه، چې اوسمهال په دولتي ښوونځيو کې له ٢١٥ زره زيات ښوونکي کار کوي، چې د ١٨ سلنې سويه يې د ليسانس تر کچې، د پنځوس سلنې يې تر ١٤ پاسانو او پاتې نور يې د ١٢ پاسانو تر کچې پورې ده.

د هغه په وينا، ١٢ پاسان او له هغه ښکته کسان ځکه د ښوونکو په توګه په دندو ګومارل شوي چې په لرې پرتو او نا امنو سيمو کې څوک دندې تر سره کولو ته نه حاضريږي.

خو نوموړي زياته کړه، د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د دغو ښوونکو ښوونيزه سويه پورته لوړه شي.

 د هغه په وينا، اوسمهال شا وخوا دولس زره ښوونکي چې تحصيلي سويه يې له دولسم ټولګي ښکته ده، په زده کړو بوخت دي.

نوموړي د مشرانو جرګې غړو ته د خيالي ښوونځيو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د دغه وزارت پلاوي ولايتونو ته تللي، څو د ښوونځيو، زده کوونکو، ښوونکو او د کتابونو اړتيا په ډاګه کړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت به د روان کال تر چنګاښ مياشتې پورې په دې اړه خپل يو راپور وړاندې او د ملي شورا په واک کې به يې ورکړي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب فرهاد سخي چې نن يې د يادې رياست پر غاړه درلود؛ د پوهنې له وزير وغوښتل، څو د کارکوونکو د استخدام لړۍ ته چټکتيا ورکړي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د خالي بستونو کارکوونکو په استخدام کې بايد روڼتيا هم په پام کې ونيول شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement