د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې د ګوزڼ درېيمه پېښه ثبت شوې

په کونړ کې د ګوزڼ درېيمه پېښه ثبت شوې

Apr 20, 2016 - 16:36

اسعداباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥):  د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ يا پوليو درېيمه پېښه ثبت شوې ده.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست رييس ډاکتر احسان الله فضلي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د شيګل ولسوالۍ د شلطن په دره کې ثبت شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادې سيمې د اوسېدونکي تاج محمد زوى زاهدالله د پوليو يا ګوزڼ پر ناروغۍ اخته دی.

د ډاکتر فضلي په وينا، په دې ولسوالۍ کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ګوزڼ واکسين ځکه نه دى تطبيق شوى چې وسله وال مخالفين يې مخه نيسي.

دى وايي چې د کونړ  ولايت په اتو ولسواليو کې دوى د پوليو د کمپاين په تطبيق کې ستونزې لري او د هر کمپاين پر مهال شاوخوا اته نيم زره ماشومان د پوليو له څاڅکو بې برخې پاتې کېږي.

ډاکټر فضلي د نوې پېښې رامنځته کېدل همدا لامل په ګوته کړ.

دى وايي چې دا د هېواد په کچه په ٢٠١٦ کال کې څلورمه قضيه ده چې ثبتېږي.

تېر کال په کونړ کې دوه پېښې او په ټول هېواد کې ٢٠ پېښې ثبت شوې وې .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement