د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ له زرو بې وزلو کورنيو سره د غواګانو مرسته وشوه

د کونړ له زرو بې وزلو کورنيو سره د غواګانو مرسته وشوه

May 05, 2016 - 16:03

اسعداباد (پژواک، ١٦ غويى ٩٥): په کونړ ولايت کې له زرو بې وزلو کورنيو سره د هغوى د  کورني اقتصاد ښه کېدو په موخه د غواګانو مرسته وشوه.

دغه مرستې د  ودان موسسې له خوا د غويي په ١٦مه پر خلکو ووېشل شوې.

د دې موسسې مشر مولوي عبدالرحيم رحيمي وايي، دا مرسته يې د نړيوال بانک په مالي مرسته کړې او د ولايت د مرکز اسعداباد ښار تر څنګ په نرنګ، څوکۍ او سرکاڼو ولســـواليو پر خلکو ووېشل شوې.

هغه زياته کړه چې دا کورنۍ يې د يوې سروې له مخې په نښه کړې وې او ٩٨٣ کورنيو ته يې تازه لنګې شوې غواګانې ورکړې او ١٧ کورنيو ته به وزې ورکوي.

د نوموړي په وينا، دا لړۍ نن په اسعداباد کې  پيل شوه او په راتلونکو دوو مياشتو کې به بشپړېږي.

د هواجانې په نوم يوې مېرمن چې لنګه غوا يې له يادې موسسې په وړيا توګه ترلاسه کړې، پژواک ته وويل: ((موږ ډېر بې وزله يو، د دې وس هم نه لرو چې خپلو بچيانو لپاره ترکاري او يا ډوډۍ واخلو.))

د نوموړې په وينا، د دې غوا  شيدې او مستې به خپلو بچو ته ورکوي او هم به يې په بازار کې پلوري چې ورسره به يې اقتصاد ښه شي.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير عبدالغياث پژواک اژانس ته وويل چې د  ودان موسسه د دغه پروګرام تخنيکي چارې پر مخ وړي، د يوه قرارداد له مخې يادو بېوزلو کورنيو ته لنګې غواګانې ورکړې دي.

هغه زياته کړه چې يادې کورنۍ به د دوو کالو لپاره د دې غواګانو د روغتيا په پرخه کې پالنه او واکسين به هم ورته کوي چې په غواګانو کوم حيواني ناروغي رانه شي.

نوموړي يادونه وکړه چې دا کورنۍ نه شي کولى چې دا غواګانې خرڅې کړي او دوى به يې څارنه هم کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement