د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ ديني عالمانو د اعدام په اړه د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ وکړ

د کونړ ديني عالمانو د اعدام په اړه د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ وکړ

May 10, 2016 - 16:33

اسعد اباد (پژواک، ٢١ غويى ٩٥): د کونړ ولايت ديني عالمانو او قومي مشرانو د ولسمشر د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ، چې شپږ وسله وال مخالفين يې د درې ګونو محکمو تر پرېکړې وروسته اعدام کړل.

څو ورځې مخکې د پخواني ولسمشر استاد رباني، د ملي امنيت د پخواني مرستيال ډاکټر عبدالله لغماني او يو شمېر نورو ترهګريزو پېښو کې  ښکېل  شپږ تنه په کابل کې اعدام شول.

د کونړ د ديني عالمانو شورا ، قومي مشرانو اومدني فعالانو  د غويي په ٢١مه، د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر د ياد اقدام او پرېکړې ملاتړ وکړ.

د ديني عالمانو د شورا مشر مولوي عبدالرحمن وويل، چې د الله تعالى د حکم له مخې په قصاص کې ژوند دی.

هغه زياته کړه، د قانوني نظام او شرعي حکمونو د پلي کېدو لپاره په سلګونه زره افغانانو قربانۍ ورکړې  څو په هېواد کې د الله تعالى حکمونه پلي شي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د پاتې نورو  په اعدام محکوم شويو کسانو د د اعدام حکم  دې هم ژر تر ژره تطبيق شي.

د مولوي نجيب الله حقيار په نامه يو بل ديني عالم وويل، چې افغانستان ازاد او خپلواک هېواد دی او پر هغو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو يې نيوکه وکړه، چې د اعدام په اړه د افغانستان د حکومت پر پرېکړې يې نيوکې کړې دي.

هغه زياته کړه : ((موږ د ټولوهغو مجرمينو چې په اعدام محکوم شوي،  چې هرڅوک وي د اعدام غوښتنه کوو، دولت بايد دا کار څو کاله مخکې کړى واى، اوس به يې ښې پايلې درلودلې.))

قومي مشرشاه محمود وويل، څو پورې چې قانون حاکم نه شي، امنيت او سوله نه راځي.

هغه د کونړ د قومونو په استازيتوب د اعدام په اړه د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ وکړ.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي بيا له ټولو ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو مننه وکړه چې د قانون د حاکميت په لاره کې د دولت کلک ملاتړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement