د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد– کابل دويم لين سړک ٤٠ کيلومتره قير ته اماده شوى

د جلال اباد– کابل دويم لين سړک ٤٠ کيلومتره قير ته اماده شوى

May 15, 2016 - 17:07

جلال اباد (پژواک، ٢٦ غويى ٩٥): د جلال اباد ـ کابل دويم لين سړک د جوړونکي شرکت مسوولين وايي چې د ٤٠ کيلومتره کار بشپړ او قير کولو ته اماده شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد شرکت مسوولينو، د دغه ولايت د ټولګټو چارو رييس حمدالله طلوع نن د ننګرهار والي او امنيه قوماندان سره د ياد سړک په اړه ناسته وکړه.

هغه زياته کړه، د شرکت مسوولينو والي او نورو چارواکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د دغه سړک پر ٤٠ کيلومتره ساحه د قير اچولو چارې پيل شي.

خوږىاڼى وايي چې د شرکت مسوولينو په ډاګه کړه چې د سره رود ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د برېښنا لينونو د غځولو ۱۷۱ پایې د سړک په نقشه کې راغلې چې بايد د دغو پايو لپاره يو بل مناسب ځاى په واک کې ورکړل شي .

دوی همدا راز د خلکو له لوري د ځمکو د استملاک د لوړو بيو د ټاکلو ستونزه هم له والي سليم خان کندوز سره شريکه وکړه او ترې يې وغوښتل ، چې دا ستونزې دې هم ژر تر ژره هواره شي.

د والي وياند وايي چې د اړوند شرکت مسوولينو د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې د سړک جوړونې پر مهال به د لارې په اوږدو کې اتلس پلونه هم جوړ کړي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل چې  د جلال اباد - کابل دويم لين سړک د ټول هېواد لپاره ګټور دی او لازمه ده چې د چارو ګړنديتوب کې يې ولسونه او چارواکي همکاري وکړي .

والي دغه راز اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د برېښنا ادارې اړوند ستونزه هم ژر تر ژره حل کړي.

کندوزي امنيه قوماندان ته لارښوونه وکړه چې د کورنيو چارو وزارت او د ياد سړک شرکت مسوولينو تر منځ د شوي هوکړه ليک سره سم د امنيت تامين په موخه لازم اقدامات وکړي.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان زړ ور زاهد ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې د سړک جوړونې په موخه به لازم تدابير ونيسي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement