د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملي تدارکاتو کميسيون ٣٤ قراردونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کميسيون ٣٤ قراردونه منظور کړل

May 29, 2016 - 18:54

کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٥): ملي تدارکاتو کمیسیون د اته اعشاریه پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴ قراردادونه منظور کړل.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون اونیزه غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه، چې په پایله کې یې د اته اعشاریه پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴ قراردادونه منظور شول.

سرچينه کاږي، د منظور شویو پروژو په بسته کې نوي قرادادونه، د تدارکاتي پړاونو د بشپړولو پیل، د قېمت له زیاتوالي پرته او د قېمت له زیاتوالي سره د یو شمېر تېرو قراردادونو زماني تمدید شامل دي.

سرچينه زياتوي، د منظور شویو قراردادونو په بسته کې ۲۳ زېربنایي پروژې له هغې جملې څخه د کمال خان بند د درېيم فاز جوړولو د تدارکاتو د پړاو د ترسره کولو پیل، د شاه او عروس بند د پاتې کار بشپړول، د پښتون زرغون ولسوالۍ د ابیاري او د اوبو منابعو د بیارغونې پروژې ډیزاین او څارنه، د غور ولایت له کرمان څخه تر ګرماب پورې د سړک د لومړۍ برخې بیارغونه، د جوزجان له شبرغان ښار څخه تر درزاب پورې د اسفالت سړک بیارغاونه، د جوزجان له شبرغان ښار څخه تر درزاب ولسوالۍ پورې د اسفالت سړک دویمې برخې بیارغونه، د دایکنډي له شهرستان څخه تر قناق کوتل پورې د سړک د لومړۍ برخې بیارغونه، د زابل له عمران کوټ څخه تر نوخیز پورې د اسفالت سړک بیارغونه، د فاریاب له میمنې سرحوض څخه تر لولاش ولسوالۍ پورې د سړک د دویمې برخې بیارغونه شامل دي.

دغه راز له دایکنډي څخه تر شهرستان پورې له اسفالت فرش سره د سړک د لومړۍ برخې بیارغونه، د بغلان د خوست او فرنګ سړک د څلورمې برخې بیارغونه، له بنګي څخه د تخار ولایت تر شکمش پورې د سړک د لومړۍ برخې بیارغونه، د نورستان له دواب څخه تر دهن پل پورې د سړک د لومړۍ او دویمې برخې بیارغونه، د تخار له نهرچمن څخه تر نمک اب پورې د سړک د دویمې او درېيمې برخې بیارغونه، د جوزجان له شبرغان څخه تر درزاب ولسوالۍ پورې د سړک د درېيمې برخې بیارغونه، د کندز د ارچي عمومي واټ څخه تر ارچي ولسوالۍ پورې د سړک د درېيمې برخې بیارغونه، د لوګر تر سفید سنګ پورې د کابل - ګردېز سړک بیارغونه، د سمنګان ولایت د نخچیر فیروز سړک د لومړۍ برخې بیارغونه، له شهرستان څخه تر دایکنډي پورې د سړک د دویمې برخې بیارغونه، د ننګرهار کانال د زېربنا د مشورتي خدماتو پروژه، د پلخمري الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د لین ډیزاین او ساختمان، د غزني ښار د اسلامي ثقافت د مرکز احیا او د دارالامان ماڼۍ د احاطې پروژه شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د قراردادونو په منظوري سربېره د پورتنیو پروژو زماني تمدید او د قېمت تعدیل، د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ اجناسو پروژې او د چارو ادارې عمومي ریاست، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو، کانونو او پټرولیم او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د اړتیا وړ اجناسو او خدماتو ځینې پروژې د منظور شویو پروژو بسته کې شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت په پروژو کې د ۱۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت سپما هم وشوه.

ولسمشر د زېربنایي پروژو له تصویب وروسته اړوندو وزارتونو له هغې جملې څخه پر فواید عامې او اوبو او انرژي وزارتونو ټینګار وکړ چې د دې پروژو د کار د پرمختګ په هکله په دوامداره توګه رسنۍ او خلک په جریان کې کړي.

ده څرګنده کړه، چې د دې پروژو باکیفیته تطبیق ته دې لازمه پاملرنه وشي او همدارنګه فواید عامې وزارت موظف شو چې د لویو لارو پروژو راتلونکي پلانونه منسجم کړي او راپور ورکړي، چې خلک د دغو برنامو په هکله په جریان کې شي.

هغه یادونه وکړه چې د زېربنایي انکشافي پروژو د تحرک لپاره چې د خلکو په اقتصاد او ټولنیز وضعیت حیاتي اغېزې ولري، د ملي یووالي حکومت رهبري کوښښونه دوام لري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، د زېربنا په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ملي تدارکاتو کمیسیون مسوولینو هم حضور درلود.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement