د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په لغمان کې د يوه سړک د پخولو چارې بشپړې شوې

په لغمان کې د يوه سړک د پخولو چارې بشپړې شوې

Jul 03, 2016 - 17:39

کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): په لغمان کې د څه باندې دوه کيلومترو سړک د پخولو چارې د کابو ٢٤ ميليونو افغانيو په لګښت بشپړې شوې.

د دې ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مهترلام بابا زيارت ته غځېدلى سړک له ډېر وخت راهيسې کنډو کپر وه، خو تېره اونۍ يې د جوړېدو چارې پيل او نن پاى ته ورسېدي.

سرچينه کاږي، دغه سړک چې د عمرزیو د ۸،۸ کیلو متره جوړېدونکي سړک د پروژې یوه برخه ده، ټول اوږدوالی یې ۲،۱۲۰ کیلو متره دی چې له بنګي باغچې نه پیل او د مهترلام بابا تر زیارت پورې رسېږي، چې پراخوالی یې ټول اته متره ده چې په دې کې شپږ متره اسفالټ شوی او د دې تر څنګ دواړو خواوو ته یو یو متر شولډر لري چې هغه هم په پاخه شکل جوړېږي.

سرچينه زياتوي، په دغه سړک څه باندې ٢٤ ميليونه او ٧٠٠زره افغانۍ لګښت راغلی چې د فوايدعامې وزارت له انکشافي بودیجې ورکړل شوى دى.

د دې سړک په پرانيست غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ويلي، زیارت ته په غځېدلي سړک د څراغونو د نصبولو او په زیارت کې دننه لا هم ځینې کارونه شته، چې باید سر ته ورسېږي چې په دې برخه کې هوډ لري، څو دا چارې بشپړې کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement