د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل او بغلان کې د اوبو لګولو ١٥ کانالونه بيارغول کيږي

کابل او بغلان کې د اوبو لګولو ١٥ کانالونه بيارغول کيږي

Jul 27, 2016 - 17:17

 کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٥): د کرنې وزارت وايي چې په کابل او بغلان کې به د راتلونکي کال تر پايه پورې د اوبو لګولو ١٥ کانالونه ورغوي  چې د دغو کانالونو په ګټې اخيستو سره به ١٣ زره کورنۍ د هغو له ګټو برخمنې شي.

 د دغو کانالونو د بيارغونې قراردادونه نن په کابل کې د کرنې وزير او د څو کورنيو ودانيزو شرکتونو د مسوولانو تر منځ لاسليک شول.

 د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزير اسدالله ضمير وويل، چې د يادو قراردادونو له مخې، لس کانالونه د بغلان ولايت نوي بغلان ولسوالۍ او پلخمري ښار کې او پنځه کانالونه د کابل په بګراميو او چهاراسياب ولسواليو کې رغول کېږي.

 هغه وويل چې پر يادو پروژو ٩٨ ميليون افغانۍ لګښت راځي چې د ياد وزارت د پراختيايي بوديجې له لارې ورکول کېږي.

 ضمير زياته کړه چې د "پټيو کې د اوبو تنظيم" پروګرام له لارې د دغو پروژو په ګټې اخيستو سره د روان کال تر پايه پورې ٣٦٠٠ جريب کرنيزې ځمکې ته د اوبو زمينه برابره شي او پر دې سربېره به ١٣ زره کورنۍ هم د هغو له ګټو برخمنې شي.

 وزير وويل: " په پټيو کې د اوبو تنظيم OFWMP)) د ياد وزارت له مهمو پروژو څخه بلل کېږي، چې په ١٦ ولايتونو کې په عمده توګه د قطره يي اوبو لګولو سيستم رواجول، له اوبو ښه ګټه پورته کول، د کرنيزو محصولاتو د پراختيا لپاره د زمينې برابرول او د هغو له برخو د بزګرانو خبرول د ياد پروګرام له ځانګړتياوو څخه شمېرل کېږي."

 د کابل والي چې په دغو مراسمو کې يې ګډون درلود، وويل چې له يو شمېر امنيتي ستونزو سربېره ډېر شمېر پراختيايي پروژې چې له دې ډلې يې د دغو کانالونو د بيارغونې پيل دى؛ يو ښه خبر دى.

 هغه زياته کړه: "که څه هم زموږ بزګران سواد نه لري خو بيا هم ځمکې کري او له هغو يو څه ترلاسه کوي، بايد متخصصين زموږ د بزګرانو په غوښتنه پروژې پر مخ يوسي."

 د والي په وينا، کابل ولايت له غيرمتوازنې پراختيا رنځيږي او له همدې امله بايد ټولو ولسواليو ته په مساوي توګه پاملرنه وشي.

نوموړي د کرنې له وزيره وغوښتل، څو په دغو پروژو کې ښځو په ځانګړي ډول هغو ته چې د کار کولو وړتيا لري، د کرنيزو پروژو په ترسره کولو کې رول ورکړي، څو له دې لارې د خپلو کورنيو اقتصادي کچه لوړه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement