د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د زهرا پلار: د خپلې لور مړى تر هغې چې عاملين يې مجازت نه شي، خاورو ته نه سپارم

د زهرا پلار: د خپلې لور مړى تر هغې چې عاملين يې مجازت نه شي، خاورو ته نه سپارم

Jul 28, 2016 - 20:50

کابل (پژواک ٧ زمرى ٩٥): د زهرا پلار چې لور يې تېره اونۍ په غور کې د مېړه له لوري وسوځول شوه؛ وايي ترڅو پورې چې د دې جنايت په اړه د عاملينو په ځانګړي ډول د هغه د زوم په وړاندې عدالت تامين نه شي، خپله لور به خاورو ته ونه سپاري.

محمد اعظم يوسفي چې له خپلې مېرمنې او کوچنۍ لور سره له تېرو اوو ورځو راهيسې د يو شمېر مدني فعالانو په ګډون د کابل ښار د اوومې ناحيې اړوند علاوالدين پارک د يادې پېښې په اړه د تحصن خېمه وهلې، په دې اړوند له خبريالانو سره خبر وکړې.

هغه وويل: "پر دې سربېره چې له يادې موضوع څخه د غور ولايت امنيتي چارواکي، څارنوالي او د کورنيو چارو وزارت خبر دي، خو تر اوسه پورې ورته لاسرسى نه دى شوى او د يادې پېښې اصلي عامل چې زوم يې دى؛ ازاد ګرځي."

محمد اعظم چې د غور ولايت د ساغر ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، وايي چې زهرا دوه کاله وړاندې چې کله شپاړس کلنه وه؛ د ماما زوى ته واده کړل شوه.

د هغه په وينا، زهرا چې د ساغر په ولسوالۍ کې يې ژوند کاوه، د خسرګنۍ له لوري سختو کارونو ته لکه خښتې وهل، خټې کولو او يا د کرنې کښت ته  په زور اړ ايستل کېده او ان د ترياکو د راټولولو په موسم کې يې له هغې غوښتي و، چې د کوکنارو بوټو په نېش وهلو کې ونډه واخلي.

محمد اعظم د خپلې لور د وژنې په اړه داسې وويل: "له زهرې يې غوښتي و، چې د کوکنارو ځمکې ته لاړه شي او کار وکړي، خو زهرې ورته ويلي و، له دې امله چې اومېندواره ده، د ترياکو بوى يې د زړه بدوالى لامل کېږي، چې له همدې امله دا کار نه شي کولى، خو خسر، خواښې او مېړه يې سخته وهلې ډبولې او کله چې پوه شوي چې په هوش نه ده راغلې، د تنور کوټې ته يې وړې او د هغې پر بدن يې د پټرولو له تويولو وروسته سوځولې ده."

د يادې پېغلې نجلۍ پلار وويل، د زهرا خسر او خواښې د پوليسو له لوري نيول شوي، خو مېړه يې له دې امله چې پخوا صاحب منصب و او له زورواکو سره اړيکې لري؛ تر اوسه پورې ازاد دى.

نوموړي، چې د زهرا له ناسکه مور او يوې لور سره د يادې پېښې په اړه په اعتراض لاس پورې کړى، څرګنده کړه، چې د زهرا سکه مور له خپلو شپږو نور لوڼو سره په غور کې ده، خو د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري او هغوى هم له خطر سره مخامخ دي.

محمد اعظم يوسفي وويل، د کورنيو چارو وزارت له يوې اونۍ راهيسې دوى ته يوه کوټه ورکړې، چې شپې هلته تېروي او د ورځې له خوا بيا د تحصن په خېمه کې عدالت غواړي.

نوموړي ګواښ وکړ، ترڅو پورې يې چې زوم ونه نيول شي او د ياد جنايت د عاملينو په اړه عدالت تامين نه شي، د هغې مړى به خاورو ته ونه سپاري.

د زهرا ناسکه مور، په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، وويل: "که چېرې حکومت زما فرياد او درد اوري، زه د خپلې لور د وينې حق غواړم، چا چې دا کار کړى، بايد سزا ورته ورکړل شي."

علي رضا چې له دې وړاندې په نشه يي توکو روږدى و او اوسمهال ښه شوى، د هغو مدني فعالانو له ډلې دى چې نن يې د يادې پېښې په اعتراض کې د علاوالدين په پارک کې د تحصن خېمه وهلې ده.

نوموړي په ياده خېمه کې د خپلې انځورګرۍ چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي بيانوي ډېر تصويرونه نندارتون ته اېښي. علي رضا وويل، په هېواد کې له ښځو سره د ناوړه چلند د مخنيوي په موخه د خلکو د پوهاوي په موخه يې په دغه کار لاس پورې کړى دى.

يوې بلې فعالې ويدا ساغري چې له يوې اونۍ راهيسې يې په ياده خېمه کې په تحصن لاس پورې کړى، وويل چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې بېلابېل ډول تاوتريخوالى شته او دغو پېښو ته په سم ډول لاسرسى نه کېږي.

نوموړې د زهرا پېښې ته په اشارې سره وويل، حکومت او د ښځو حقونو مدافع بنسټونو تر اوسه پورې په دې اړوند هېڅ ګام نه دى پورته کړى او په دې اړه چوپ ناست دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement