د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د وسله والو بريد کې له ځپل شوې کورنۍ سره چا مرسته نه ده کړې

د وسله والو بريد کې له ځپل شوې کورنۍ سره چا مرسته نه ده کړې

Aug 01, 2016 - 11:30

اسعداباد (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د دولت د وسله والو مخالفينو په بريد کې د کونړ ولايت د يوې کورنۍ اوو ټپي غړو د درې کلونو په تېرېدو سره  لا هم مرسته نه ده ترلاسه کړې .  

ددې کورنۍ مشر صديق الله وايي چې درې کاله مخکې د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ د مسعود په کلي کې د وسله والو مخالفينو لخوا توغول شوې مرمۍ د دوى پر کور ولګېده.

هغه زياتوي چې په دې بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپيان شول چې په کې يې ورور، مور، مېرمن او څلور اولادونه شامل وو.

صديق الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغه مهال ټپيان د پوليسو لخوا روغتون ته ولېږدول شول، خو تر هغه وروسته تر اوسه چا ورسره يوه افغانۍ مرسته هم نه ده کړې.

ده زياته کړه : (( په دغه بريد کې د اوو کسانو د ټپي کېدو له امله مې کور او سامانونه هم زيانمن شوى وو، زه ډېر بې وسه يم، خو له موږ سره چا د کور په بيا جوړولو کې هېڅ مرسته ونه کړه.))

نوموړي دا هم وويل چې پوليسو تر اوسه هغه کسان ونه نيول چې د ده کورنۍ ته يې مالي او ځاني زيانونه واړول.

صديق الله زياتوي، د څوکۍ ولسوال ته مې همغه مهال خپله عريضه وړاندې کړې او د ولسوالۍ له لارې ولايت ته تللې .

دى وايي : (( څو څو ځلې ولايت مقام ته تللى يم، هغوى هم د دروغو ژمنې راکوي، چې اسناد دې مرکز ته لېږل شوي، خو په دې تمه درې کاله واوښتل، خو تر اوسه چا زما لاس نيوى نه دى کړى.))

د هغه په وينا، په تېرو درېيو کلونو کې د ټپيانو اسناد يې تر اوسه کابل ته نه دي رسېدلي او نه چا ورته د ټپيانو حقوق  ورکړي دي.

صديق الله وويل چې په ملي شورا کې يې د کونړ وکيلانو ته هم خپل شکايت کړى خو هغوى هم تشې ژمنې ورسره کړې دي.

هغه وايي : (( زه اوس له ډېرو منډو ترړو ستړى او ناهيلى شوى يم ، بله لاره نه لرم، خداى ته مې سپارلي دي.))

د څوکۍ ولسوالۍ د دغې زيانمنې شوې کورنۍ د مشر صديق الله مور  بدرۍ وايي چې وسله والو پرې ډېر ظلم کړى او په ناحقه يې کور پر راکټ وويشت.

هغې پژواک ته وويل چې وسله والو يې بچي او لمسيان په وينو رنګ کړل خو تر اوسه يې حکومت هېڅ پوښتنه نه ده کړې.

نوموړې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل  چې عامو خلکو ته زيانونه ونه رسوي او پرېږدي چې خلک خپل ژوند وکړي.

د څوکۍ ولسوالۍ د مسعودو د کلي يوتن اوسېدونکی حاجي سيد هم وايي چې له يادې زيانمنې شوې کورنۍ سره تر اوسه چا مرسته نه ده کړې.

هغه زياته کړه چې دولت په پېښو کې د وژل شويو کسانو کونۍ ته سل زره افغانۍ او ټپيانو ته پنځوس زره افغانۍ ورکوي، خو دې کورنۍ ته چا پاملرنه نه ده کړې.

دى وايي : (( کله چې ددې کورنۍ ټپيان له روغتون څخه بېرته راوستل شول، نو دومره بې وسه وو چې ټپيانو ته يې پرهيزانه هم نه شواى تيارولى.))

د حاجي سيد په وينا، دا کورنۍ اوس هم د کليوال او د سېمې د اوسېدونکو پوروړې ده.

د کونړ د څوکۍ ولسوال شاه خسرو ابرار هم  مني چې په ياده پېښه کې د يوې کورنۍ اووه غړي ټپيان شوي وو.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى په وخت سره ټپيان روغتون ته ولېږدول او د پېښې په اړه يې ولايت مقام ته راپور ورکړ.

ولسوال هم مني چې تر اوسه له يادې کورنۍ سره کومرسته نه ده شوې.

د کونړ د والي وياند مصمم غني پژواک ته وويل چې دا پېښه درې کاله پخوا شوې او دوى يې په اړه بشپړ معلومات نه لري، پخوانى والي بايد په اړه معلومات ورکړي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement