د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې بې سواده مېرمنو ته د سواد او خياطۍ زده کړې زمينه برابره کېږي

کابل کې بې سواده مېرمنو ته د سواد او خياطۍ زده کړې زمينه برابره کېږي

Aug 01, 2016 - 19:48

کابل (پژواک ١١ زمرى ٩٥): کابل کې يوه غيردولتي موسسه وايي، چې په يوه نوښتګره طرحه کې د ښځو لپاره د سواد زده کړې او خياطۍ روزنې زمينه برابروي، څو له دې لارې وکولى شي چې ښځې باسواده او له اقتصادي اړخه هم پر خپلو پښو ودريږي.

د "افغان ښځو د پرمختګ او همغږۍ" موسسې مشرې شکريه جلالزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چين هېواد په مالي مرسته يې هغو ښځو ته چې بې روزګاره او بې سواده دي، د سواد زده کړې او خياطۍ روزنې دوره يي کورسونه برابر کړي دي.

نوموړې پر يو شمېر بنسټونو باندې د نيوکې ترڅنګ چې د هغې په وينا د دوى فعاليتونه اغېزناک نه دي، وويل: "هغه پيسې چې د ښځې په نوم افغانستان ته راځي، بايد په اساسي چارو باندې لکه د پوهنې، روغتيا او د ښځو د بشري حقونو په برخو کې ولګول شي، څو ښځې له دې لارې پخپلو پښو ودريږي."

جلالزۍ څرګنده کړه، چې د افغان ښځو د پرمختګ او همغږۍ موسسې د چين هېواد په مالي مرسته يوه نوښتګره طرحه په پام کې نيولې، څو هغه ښځې چې د جګړې او نا امنيو له امله بېسواده پاتې شوې، په يادو دوره يي کورسونو کې يې جذب او ورته مهال دوى ته خياطي هم ور زده کړي.

هغې زياته کړه، چې د يادې طرحې پر بنسټ په يادو کورسونو کې جذب کېدونکي ښځې بايد له ١٨ کلونو کم او له ٤٠ کلونو زيات عمرونه ونلري، څو وکولى شي د يوه کاري ځواک په توګه د ځان او ټولنې لپاره اغېزمنې واوسي.

جلالزۍ وويل، چې ټاکل شوې دغه پروګرام ډېر ژر په يو شمېر ولايتونو لکه بدخشان، بادغيس او پکتيکا کې پيل شي.

د يادې موسسې مشرې وويل، چې تر اوسه پورې د ياد بنسټ په دوو دورو کې د سواد زده کړې او خياطۍ روزنې په برخه کې ٦٠ ښځو د فراغت سندونه ترلاسه کړي او اوسمهال د ځان لپاره کار کوي.

يوې زده کوونکې ١٨ کلنې شبانې پژواک ته وويل، چې يوه نيمه مياشت وړاندې د يادې موسسې روزنييزې دورې ته جذب شوې ده.

هغې زياته کړه، چې هره ورځ له غرمې وروسته له يوې بجې تر دوو بجو پورې د سواد زده کړو په کورس کې ګډون کوي او له دوو بجو تر څلورو پورې بيا خياطي زده کوي.

شبانې زياته کړه: "کورنۍ مې ښوونځي ته د تلو اجازه رانکړه، خو اوس يادې موسسې ډېر ښه کار پيل کړى او اوس زه کولى شم چې هم سواد زده کړم او هم کار"

يادې نجلۍ له نورو کورنيو هم وغوښتل، چې که چېرې يې ښځې بېسواده او بې روزګاره وي نو هغوى دې د يادې موسسې په دوره يي کورسونو کې شاملې کړي.

يوې بلې زده کوونکې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د يادې موسسې د خياطۍ او سواد زده کړو په کورسونو کې شامله شوې او اوس له خپل کار ډېره خوښه او راضي ده.

هغې زياته کړه، تر اوسه پورې يې دومره وړتيا پيدا کړې چې لوحې ولولي او هيله منه ده، چې د ياد کورس له پاى ته رسولو وروسته به باسواده شي او هم به وکولى شي چې د خياطۍ زده کړې له مخې پر خپلو پښو ودريږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement