د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: کونړ کې طالبانو پنځه عام وګړي نیولي

چارواکي: کونړ کې طالبانو پنځه عام وګړي نیولي

Aug 08, 2016 - 12:56

پل علم- اسعداباد (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په لوګر کې ١٥طالبان وژل شوي دي، بلخوا په کونړ کې بيا طالبانو پنځه عام وګړي له ځان سره بيولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې ١٥ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د صالح په وينا، په وژل شوو کې د طالبانو پنځه سيمه ييز قوماندانان ملا څارګل، ملا پاچا، قاري جليل، ملا قيوم او قاري هلال هم شامل دي.

د صالح د معلوماتو له مخې، له وژل شوو کسانو يو راکټ، يو پيکا او څلور کلاشينکوفونه هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

هغه وايي چې د نښتې پر مهال امنيتي ځواکونو د طالبانو يو ډاډسن او يو سراچه موټر هم له منځه وړي دي.

د سرخاب سيمې اوسېدونکي صبغت الله پژواک ته وويل: ((بېګاه تر سهار مو خوب نه دى کړى، په کلي جنګ وو طيارو هم بمونه غورځول.))

ده وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې ١٤ طالبان وژل شوي دي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ما وليدل دلته طالبانو د ١٤ کسانو جنازه کوله او دې سيمې ته له نورو سيمو طالبان راغلي دي او دلته ښکاره فعاليت کوي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کونړ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد مقصود پاچا پژواک ته وويل چې طالبانو د غازي اباد ولسوالۍ د شيرغشو له سيمې پنځه عام وګړي بيولي دي.

هغه وايي: ((دغه کسان په سراچه موټر کې سپاره وو  چې طالبانو ښکته کړي او بيا نا معلوم لوري ته بيولي دي.))

ده وويل چې د يادو کسانو د پيدا کولو هڅې روانې دي.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د طالبانو په يوه بريد کې د لوګر په مرکز پل علم کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

خو په دې اړه امنيتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

عبدالمقصود عزيزي او خان ولي سالارزى

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement