د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"پخوا به د خپلواکۍ جشن جوړېدل يوه هيله وه"

"پخوا به د خپلواکۍ جشن جوړېدل يوه هيله وه"

Aug 17, 2016 - 13:55

کابل ښار (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٥): يو اويا کلن سپين ږيرى وايي چې په تېرو وختونو کې د افغانستان د خپلواکۍ جشن د افغانانو لپاره يوه هيله وه، خو اوس په وېره بدل شوى دى.

دا د  کابل ښار د اويا کلن اوسېدونکي روح الله حسرت خبرې دي چې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په کابل ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د جشنونو جوړېدو شاهد دى او له پخوانيو جشنونو يې تلپاتې خاطرې له ځان سره ساتلې دي.

حسرت د تېرو څلوېښتو کلونو دځينو خاطرو  په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د خپلواکۍ پخواني جشنونه به په ډېر پرتمين ډول  تر لسو ورځو (د زمري ٢٨مه د وږې تر ٩مه) روان وو.

روح الله چې اوس يې د ږيرې او سر په ويښتانو کې سپين لګېدلي، له پژواک سره يې په خبرو کې وويل چې د جشن په شپو کې به حضوري چمن چې اوس په وچ او سپيرده ډګر بدل شوى، هغه مهال په کې زرګونه خلک را ټولېدل او ددې تر څنګ به د وخت چارواکو هم دا جشن په ډېر ښه ډول او خوښيو نمانځلو.

نوموړى چې اوسمهال يې عمر له ځوانۍ اوښتى د تېرو کلونو ارمانجن دى او وايي چې هغه مهال خلکو ځانمرګي او چاودنې نه پېژندې، د خپلواکۍ جشن به يې د اختر او نوروز د ورځو په څېر په پوره خوښيو نمانځه، خو اوس وېرې، چاودنې او ځانمرګي هر څه له منځه وړي، له خلکو يې شوق او ذوق اخيستى دى.

هغه وويل: ((اوس خو جشن هم جشن ته ورته نه دى، په کوم شخصي سالون کې يو رسمي محفل نيسي او د خپلواکۍ جشن نوم پرې ږدي.))

حسرت د تېرو کلونو د جشنونو په يادولو سره وويل: ((خلک به حتى د هېواد له شمال نه کابل ته راتلل، موټر نه وو، له کندوز او بغلان به پلي را روان شول، په يوه اوونۍ يا تر ١٥ ورځو پورې به کابل ته راتلل، د ورځې به يې خوبونه پوره کول،  د اوسېدو ځاى يې حضوري چمن و، خپل بوټان او واسکټ به يې تر سرونو لاندې اېښي وو، خپل پټو به يې پر ځان کش کړ او خوبونه به يې کول، د شپې به يې د نورو تر څنګ له جشن نه خوند اخيستلو.))

نوموړي د هغه مهال د سندرغاړو د کمپونو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې هوټلونه په اوسنۍ بڼه نه وو، هر وزارت يو پنډغالى درلود چې هنرمندانو به په کې کنسرټونه وړاندې کول.

حسرت وويل چې احمد ظاهر، استاد سراهنګ، استاد رحيم بخش، استاد مهوش، ظاهر هويدا، استاد ساربان، استاد ناشناس... د هېواد هغه تلپاتې هنري څېرې وې چې د جشن په شپو کې به يې په کمپونو کې تر سهاره سندرې ويلې او خلکو به هم ورته نڅېدل او له جشن به يې خوند اخيستلو.

د کابل ښار دغه اوسېدونکي د جشن په ساحه کې د لسګونو نندارتونونو د جوړېدو هم وويل چې وطني محصولات به په کې نندارې ته وړاندې شي.

خو هغه وويل چې په وروستيو کلونو کې هېڅ دا ډول کوم نندارتون نه دى جوړ شوى.

هغه په داسې حال کې چې خندل يې وويل: ((هغه مهال جشن يوه هيله وه، خو اوس په يوه وېره بدل شوى دى.))

د هغه په خبره،  هغه مهال چا پر چا غرض نه درلود، ټوپک سالاري او زورواکي نه وه، خلک خوندي  او ارامه ارامي وه، خو اوس...

نوموړي د امنيت نشتوالى هغه يواځېنۍ ستونزه بولي چې له امله يې حکومت نه دى توانېدلى په تېرو کلونو کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو جشنونه په پوره پرتم ونمانځي.

روح الله حسرت د خپلو خبرو په پاى کې وويل چې خداى پاک ته دعا کوي چې ددې وطن تللې خوښۍ او امن بېرته ورکړې او له دې وروسته د افغانانو اوښکې او وينې تويې نه شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement