د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې باران او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

پېښې

ارشيف

کونړ کې باران او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

Aug 28, 2016 - 16:12

اسعداباد (پژواک، ٧ وږى ٩٥): په کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې د وروستيو ورښتونو له امله شاوخوا دېرش کورونه زيانمن شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه سېلابونو وړې ده.

د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس غلام علي ثبات د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په تېرو څو ورځو کې په خاص کونړ او ماڼوګي ولسواليو کې پرله پسې ورښتونه شوي دي.

هغه وويل چې د دغو ورښتونو له امله په يادو ولسواليو کې سېلابونه راغلي چې له امله یې ٢٩ کورونه او سلګونه جريبه ځمکه زيانمن شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د همدې ورښتونو له امله په يادو دواړو ولسواليو کې اته سوه متره سړک، ٤٠٠ متره کانال، د چرګوړو يو فارم او پنځه دوکانونه هم له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه چې د سروې ټيمونه يې سيمې ته استولي دقيق ارقام او نور کره معلومات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

ثبات وايي چې له زيانمن شوو کورنيو سره د مرستې لپاره يې پوره چمتووالى نيولى دى.

د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرشيد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې پرون سخت ورښت وشو او وروسته سېلاب هم راغى.

هغه وويل: ((سېلاب دلته ځيني کورونه هم خراب کړي دي او زموږ په ځمکو کې شولې او جوار ولاړ وو، هغه يې خراب کړي دي.))

عبدالرشيد له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له زيانمن شوو کورنيو سره مرستې هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو ورښتونو له امله پرون مازديګر د ابرېشم تنګي په سيمه کې د غره د ښويېدنې له امله د کابل- ننګرهار لويه لار له مازديګر څلورو بجو څخه د شپې تر يوولسو پورې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement