د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق معلوماتي سيمينار جوړ شو

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق معلوماتي سيمينار جوړ شو

Sep 04, 2016 - 19:40

کابل ښار(پژواک،١٤ وږى ٩٥): اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لومړنى سيمينار د رسنيو او رسنيزو بنسټونو مسوولينو له لوري کابل کې جوړ شو.

دا پروګرام چې نن اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسيون له لوري جوړ شوى و، د رسنيو او رسنيزو بنسټونو ځينو مسوولينو په کې ګډون کړى و.

د دې کمېسيون مرستيال عين الدين بهادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيمينار اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او له دولتي سرچينو څخه د اطلاعاتو د څرنګوالي غوښتنې په برخه کې د رسنيو او رسنيزو بنسټونو مسوولينو د لا پوهاوي لپاره جوړ شوى دى، څو وکولى شي په دې برخه کې خبريالانو لپاره زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي زياته کړه: "په هره کچه چې اطلاعاتو ته لاسرسى اسانه او ساده وي، د دولت په سترو بهيرونو کې د خلکو ګډون زياتېږي او له بل لوري خلکو ته روحي ارامتيا ور په برخه کېږي."

اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسيون مرستيال زياته کړه، دا کمېسيون په پام کې لري چې له کابل سربېره، دې ته ورته ناستې په پنځو پړاوونو کې نورو ولايتونو کې هم ترسره کړي؛ څو خبريالان وتوانېږي په دې برخه کې پوره معلومات تر لاسه کړي.

بهادري زياته کړه: "څو چې رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د يوه فرهنګ په توګه دود نه کړي، هېوادوال نه شي کولى اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څرنګوالي په اړه معلومات تر  لاسه کړي."

نوموړي په ډاګه کړه چې اطلاعاتو ته د ډېرې لاسرسي لپاره بايد غوره حکومتولي، روڼتيا، ځواب وينه او د دولت سترو پرېکړو ته د خلکو لاسرسي ته پام وشي، اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسي بايد زيات دود شي.

د دې کمېسيون غړي دانش کړوخېل وويل: "اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون درې کاله وړاندې تصويب شو؛ خو تر اوسه نه دى عملي شوى؛  زموږ د سيمينار موخه دا ده چې څرنګه دا قانون تر ډېره د استفادې وړ وګرځي او خلک په دې اړه زيات معلومات ترلاسه کړي."

د ده په وينا، له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق کمپاين د روانې مياشتې له اتمې پيل او د تلې تر ٧مې  نېټې به دوام ومومي.

کړوخېل زياته کړه، که د رسنيو مسوولين او خبريالان، اطلاعاتو ته د لاسرسي پرمهال له ستونزې سره مخامخ کېږي، له دې کمېسيون سره دې اړيکه ټينګه کړي، څو د ستونزې د هواري لپاره اقدام وشي.

تمه ده دوو راتلونکو ورځو کې خبريالان او مدني فعالان، دې سيمينار کې ګډون وکړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د زياتو معلوماتو لاس ته راوړلو تر څنګ، د څرنګوالي په تړاو يې بحث او خپل نظرونه څرګند کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement