د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د ټاکنيزو اصلاحاتو د تقنيني فرمان په اړه ټولې مشورې نن نهايي کېږي"

"د ټاکنيزو اصلاحاتو د تقنيني فرمان په اړه ټولې مشورې نن نهايي کېږي"

Sep 05, 2016 - 17:42

کابل (پژواک ١٥ وږى ٩٥): د ولسمشر دويم مرستيال د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي استازي سره د ليدو پر مهال ويلي، حکومت هڅه کوي څو داسې ټاکنيز اصلاحات رامنځته کړي چې د ټولو افغانانو او سياسي لوريو رضايت ترلاسه کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دويم مرستيال مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو، نن سهار د ولسمشر له دويم مرستيال سرور دانش سره وکتل.

سرچينې ليکلي، په ياده ليدنه کې د ټاکنيزو اصلاحاتو لړۍ او د هغه فرمان په اړه چې د ولسمشر له لوري به په دې اړه صادر شي، خبرې وشوې.

د ولسمشر دويم مرستيال په دغه ليدنه کې ويلي: "د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان چمتو شوى او د ياد فرمان په ترڅ کې به د افغانستان د ټاکنو اصلاح  شوى قانون توشېح شي، خو هڅه کوو چې دا قانون داسې چمتو شي چې د ټولو رضايت ترلاسه کړى شي."

نوموړي ټينګار کړى چې تر اوسه پورې په ځينو مواردو کې د ولسمشر په تقنيني فرمان د قانون په مادو کې جدي مشورې روانې دي، چې تر راتلونکو څو ساعتونو پورې به نهايي شي.

سرچينې زياته کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي ياماموتو په دغه ناسته کې د هېواد په سياسي پړاوونو په ځانګړي ډول د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د مرستيال له همکاريو څخه د ستاينې ترڅنګ وويل، نړيواله ټولنه هڅه کوي چې له ټولو سياسي لوريو او دغه راز د افغانانو له لوري ټول نظرونه او ليدلوري په نوي قانون کې ځاى پر ځاى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې سبا د ملي شورا د اوړي موسم رخصتۍ پاى ته رسېږي او ولسمشر يواځې د شورا د رخصتيو په ورځو کې تقنيني فرمانونه صادرولى شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement