د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې په لومړي ځل داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې په لومړي ځل داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 07, 2016 - 14:29

اسعد اباد (پژواک، ١٧ وږى ٩٥): چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره يې په کونړ کې پر داعش وسله والې ډلې هوايي بريدونه کړي او ٢١ وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت له خوا د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو اړوندو ځواکونو تېره شپه د کونړ د شيګل ولسوالۍ اړونده د شلطن درې د سره ساه په کلي کې هوايي بريدونه ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې، په دې هوايي بريدونو کې د داعش وسله والو يوه غونډه په نښه شوې، چې په ترڅ کې يې د يوه قوماندان په ګډون ٨ داعشي وسله وال وژل شوي او ١٥ نور يې ژوبل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې بريد کې د داعش وسله والو يوه قرارګاه هم له منځه تللې ده.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت هم ياد عمليات تاييد کړل، خو ويې ويل چې په دې بريدونو کې د د اعش ٩ وسله وال وژل شوي او ٨ نور يې ژوبل دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده،دا لومړى ځل دى چې په کونړ کې پر داعش وسله والو بريد کېږي او بيا ورته مرګ ژوبله اوړي.

تر دې مخکې د کونړ چارواکو ويلي وو، چې داعش په دې ولايت کې ‌ځينې فعاليتونه پيل کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو يوه جنرال هم ويلي، داعش ډله په ننګرهار کې له ماتې سره مخامخ شوې او اوس کونړ ته د تېښتې هڅې يې پيل کړې دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement