د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې اتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې اتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 09, 2016 - 15:45

جلال اباد ، زرنج (پژواک، ١٩ وږى ٩٥): چارواکي وايي، چې په ننګرهار ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې اتو ته وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په ثمر او پیره خېلو سيمو کې تېره شپه د ځانګړو کورنیو ځواکونو له لوري عملیات ترسره شوي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې تر اوسه درې وسله وال طالبان وژل شوي،پنځه ټپيان شوي او پنځه تنه نور له څلور ميله وسلو سره یو ځای ژوندي نیول شوي .

د والي وياند وايي، چې په وژل شوو وسله والو طالبانو کې مطيع الله مشهور په ابوبکر ،تراب او يو پاکستانی هم شامل دی .

د هغه په وينا، په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د چاودنو له امله اته تنه دولتي سرتيري وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې دپو وليسو يو افسر نن د جمعې تر لمانځه وروسته د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوى دى. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement