د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست ښاروالۍ عوايد ٥٠ سلنه زياتو شوي

د خوست ښاروالۍ عوايد ٥٠ سلنه زياتو شوي

Sep 22, 2016 - 11:44

خوست ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٥): د خوست ښاروال وايي چې سږکال د ښاروالۍ په عوايدو کې پنځوس سلنه زياتوالی راغلی او دا لړۍ ورځ تر بلې په ښه کېدو ده.

ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزی زياتوي چې د ښار د تنظيم، پاکوالي او پراختيا لپاره د عوايدو را ټولول تر ټولو مهم او اړين کار بلل کېږي او په دې برخه کې يې جدي ګامونه هم اخيستي دي.

هغه چې د تلې په لومړۍ نېټه، د عامه پوهاوي يوې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، چې د روان کال د تېرې يوې مياشتې عوايد يې څه باندې ۱۳ ميليونه افغانيو ته رسېږي اودا د ښاروالۍ د عوايدو تر ټولو لوړه کچه ده.

ده زياته کړه :((له نېکه مرغه سږکال تردې وخته زموږ د ښاروالۍ عوايد ۵۰ سلنه لوړ شوي. کله چې عوايد لوړ شول، نو د ښار پراختيا، تنظيم او تنظيف چې د ښاروالۍ له اساسي مسووليتونو څخه دي، په ښه ډول مخته ځي.))

ښاروال د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه او د بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو له لارې د مامورينو وړتيا لوړول هغه څه بولي چې د عوايدو په ډېروالي کې يې مهم رول درلودلی دی.

نوموړي زياته کړه چې د ښار د پراختيا په خاطر دا مهال د شاوخوا ۲۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې ۱۴ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي  چې په بشپړېدو سره به يې ښاريانو ته اړينې اسانتياوې برابرې شي.

عبدالبصير وايي: ((د ۱۲.۵ کيلومتره سړک په ګډون له ۱۴ پروژو څخه شپږ هغه يې بشپړې شوې او اته تر کار لاندې دي. دا لومړی ځل دی چې په يو ځل دومره پروژې د ښار په دننه کې پلې کېږي.))

بل خوا د خوست د والي مرستيال شېربادشاه ارګونی وايي چې د ښاريانو له همکارۍ پرته ښاروالي په يواځې ځان هېڅ هم نه شي کولی او اړينه ده چې ښاروالي دې برخې ته د خلکو پاملرنه را جلب کړي.

هغه زياتوي: ((يواځې يو دولتي ارګان نه شي کولی چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. د خلکو همکاري له ښاوالۍ سره اړينه ده، ځکه د حفظ الصحې لپاره د يو پاک چاپېريال رامنځته کول، ډېر اړين دي.))

په ورته وخت کې د خوست ښاريان په ښار کې له وروستيو پرمختګونو خوښ دي، خو زياتوي، چې د ښاروالۍ مسوولين دې چاته اجازه نه ورکوي چې د هغوی د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د خوست ښار يو تن اوسېدونکي قديرالله پژواک ته وويل: (( ښاروالي بايد د ښار د پراختيا او يا هم په ښار کې د نظم راوستو په برخه کې ښاريانو ته د رسنيو او د نورو بېلابېلو لارو د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.))

يو شمېر نور ښاريان بيا وايي چې ځينې کسان د ښار په داخل کې په خپل سر ساختماني کارونه ترسره کوي، خو ښاروال ډاډ ورکوي چې د ښاروالۍ له اصولو خلاف به هيچا ته د مارکېټ او نورو ودانيو جوړولو اجازه ورنه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement