د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ايران کې د ترافيکي پېښې له امله ٢١ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ايران کې د ترافيکي پېښې له امله ٢١ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 30, 2016 - 09:24

زرنج  (پژواک، ٩ تله ٩٥): په ايران کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٠ افغانان مړه او ١١ نور ژوبل شوي دي.

ايراني رسنيو د تلې په ٩مه، خبر ورکړى، چې دا پېښه پرون د بلوچستان سيستان ايالت په سراوان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، د تېلو يو ټانکر د سپرليو يو پيکپ موټر سره ټکر کړى، چې له امله يې په پيکپ کې سپاره ١٠ تنه مړه او ١١ نور ژوبل شوي دي.

د يادې ولسوالۍ مسوولينو ويلي، چې په په دې پېښه کې مړه شوي او ټپيان هغه افغانان وو، چې په غير قانوني قاچاقي توګه ايران ته راغلي وو.

سرچينې زياته کړې، چې ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى دروغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.

د حبيب الله په نامه په ايران کې مېشت يو تن افغان د ټېلېفون په په ليکه پژواک اژانس ته وويل، په ياده پېښه کې ١٤ افغانان مړه شوي دي.

هغه زياته کړې، چې دا کسان د قاچاقبر لخوا له نيمروز ولايت څخه ايران ته لېږدول شوي وو، چې په لاره کې د ترافيکي پېښې ښکار شول.

د نيمروز د کډوالو چارو رياست يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې هره ورځ له نيمروز څخه ٦٠٠ کسان د کار لپاره ايران ته ځي.

د هغه په وينا، دغه راز هره ورځ د ايران لخوا شاوخوا٣٠٠ کسان بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement