د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت ته د نيمو پاتو پروژو کار د بيا پيل په موخه يوه اونۍ موده ورکړل شوه

حکومت ته د نيمو پاتو پروژو کار د بيا پيل په موخه يوه اونۍ موده ورکړل شوه

Oct 22, 2016 - 20:19

زرنج (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٥): د نيمروز سلګونو اوسېدونکو د هغه څه پر ضد چې په ادارو کې پراخه فساد او په ياد ولايت کې د پراختيايي پروژو د کارونو نيمګړې پاتې کېدل بولي، په اعتراض لاس پورې کړى او حکومت ته يې يوه اونۍ مهلت ورکړى، څو ژر تر ژره د فساد مخه ونيسي او د نيمګړو پروژو کار يو ځل بيا پيل کړي.

ياد اعتراض کوونکي چې شمېر يې له څو سوه کسانو زيات وو، نن د زرنج ښار ستر جامع جومات مخې ته سره راټول شول او له حکومت څخه يې په ادارو کې د شته فساد د مخنيوي او د درول شوو پروژو د کار د پيل غوښتنه وکړه.

يوه اعتراض کوونکي مولوي صلاح الدين موحد د ياد ولايت په ادارو کې له پراخه فساد څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې يو شمېر وکيلان او زورواکي خپل خپلوان په ډېرو مهمو بستونو په دندو ګوماري، څو له يادې لارې ډېرې پيسې ترلاسه کړي.

ياد اعتراض کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، نيمروز يو سرحدي ولايت دى چې له ايران او پاکستان هېوادونو سره ګډه پوله لري او له همدې امله يې عوايد هم د نورو ولايتونو په پرتله زيات دي، خو له بده مرغه ياد ولايت ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.

د زرنج ښار د خاتم النبيين جامع جومات خطيب مولوي بشيراحمد خطيبي د دې خبرې په څرګندولو سره چې ولسمشر د ياد ولايت اوسېدونکو سره د فساد د مخنيوي او د نيمګړو پروژو د بېرته پيلولو په اړه ډېرې ژمنې کړې وې، خو له بده مرغه چې تر اوسه پورې يې يوه هم نه ده عملي شوې.

هغه وويل: "کله چې د اعتراض کولو هوډ وکړو، د چارو مسوولين وايي چې امنيتي شرايط خراب دي، خو څوک د خلکو د بچيانو په اړه چې دواړو لوريو ته وژل کېږي؛ پام نه کوي، ټول د خپلو جيبونو د ټکولو په فکر کې دي."

نوموړي، د کمال خان بندر پر پروژې، د زرنج ښار د کمربندي سرک او کنګ تر ولسوالۍ پورې د زرنج سرک پر نه جوړېدو او نيمګړي پاتې کېدو هم نيوکې وکړې او ويې ويل، که چېرې يې تر يوې اونۍ پورې ستونزو ته لاسرسى ونه شو، نو د والي دفتر مخې ته به د تحصن خېمه ودروي.

د نيمروز د ولايتي شورا مشر بازمحمد ناصر هم وويل: "که چېرې دولت د نيمروز اوسېدونکو برحقو غوښتنو ته ځواب ونه وايي، نو موږ به هم د خپلې ولايتي شورا دروازه وتړو."

خو د نيمروز د فوايد عامې مشر انجنير عبدالعزيز محمدي، په چاربرجک ولسوالۍ کې د ٢١ کيلومټره سړک جغل کول، په کنګ ولسوالۍ کې ١٢ کيلومټره سړک اعلان ته سپارل او د زرنج-دلارام لويې لارې د پنځه کيلومټره قيرولو پروژې د ياد رياست د روان کال له فعاليتونو وبلل.

نوموړي د زرنج حلقوي سرک په اړه چې لس کيلومټره اوږدوالى او ٦٠ متره پلنوالى لري او شاوخوا ١٩ ميليون ډالره لګښت پرې راځي، وويل: "د ياد سرک په اړه مو چې د وزارت له چارواکو سره اړيکې درلودې، ويل يې چې د يادې پروژې کار د وزارت تدارکاتو ته تللى او ژمنه يې کړې چې راتلونکې اونۍ به د يادې پروژې قرارداد نهايي شي."

نوموړي دغه راز د کنګ ولسوالۍ د سرک په اړه چې د اعتراض کوونکو غوښتنه هم ده، وويل، د ياد سړک قرارداد چې لس کيلومټره اوږدوالى او د نړيوال بانک د ١٨٠ ميليون افغانيو په لګښت جوړيږي، هغه هم ترسره شوى دى.

بلخوا د نيمروز ولايت يوه چارواکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل: "په ادارو کې له فساد څخه د مخنيوي په موخه د دولتي ارګانونو څو مشران چې د ټرانسپورټ مشر، د عامه ګټو مشر، د اطلاعاتو او فرهنګ مشر، د ګمرک مشر او يو شمېر نور تغيير او بدل شوي، څو خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې شي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement