د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې ځانمرګي بريد ١٧ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل کې ځانمرګي بريد ١٧ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

Nov 16, 2016 - 08:22

درېيم تعقيب - کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په پل محمود خان سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يو موټر په ځانمرګي بريد کې څلور تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې، يو تن چې پلى روان و په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر "هايس" ډوله موټر بريد وکړ.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په وژل شويواو ټپيانو کې پوځي او ملکي کسان شامل دي.

 دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کابل ښار په کارته نو سيمه کې د کليو پراختيا وزارت د کارکوونکو پر موټر د مقناطيسي ماين چاودنه وشوه چې له امله يې موټر چلوونکى وژل شوى او يو ملکي وګړى ټپي دى.

 د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى او ويلي يې دي چې په دې بريد کې پنځو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement