د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جلال اباد ښار کې د ۷۰زره ډالرو په لګښت د يوه سرک د جوړېدو کار پيل شو

جلال اباد ښار کې د ۷۰زره ډالرو په لګښت د يوه سرک د جوړېدو کار پيل شو

Nov 27, 2016 - 20:24

جلال اباد (پژواک ۷ لېندۍ ۹۵): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د اته سوه متره په اوږدوالي د يوه سرک د جوړېدو کار پيل شو.

چارواکي وايي، د ياد سرک په جوړېدو باندې، چې د افغانستان د ښارونو د سولې جوړونې پروګرام تر چتر لاندې جوړېږي، شاوخوا ۷۰زره امريکايي ډالر لګښت راځي.

د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند په زرين اباد سيمه کې جوړيږي، چې د دغې سيمې ۳۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

هغه په خپلو خبرو کې د یادې ناحیې پر هستوګنو او ټولو ښاریانو غږ وکړ، چې د عامه تاسیساتو په سالم ساتنه کې له ښاروالۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي، چې له يوې خوا د ملت بوديجه سمه وساتل شي او له بلې خوا ښار پاک وساتل شي.

 ښاروال زیاته کړه: ((جلال آباد ښاروالي په روان مالي کال کې د ښاروالۍ له بودیجې اته کیلومتره سړکونه او پنځلس کیلومتره ویالې په اساسي ډول جوړ کړي او په راتلونکي کال کې به زموږ درانه ښاریان د ډېرو نورو ګټورو پروژو لیدونکي واوسي.))

په ختیځ زون کې د یو این هبیتات مسوول ډاکتر نعمت الله رحیمي وویل، دغه سړک د افغانستان د ښارونو د سولې جوړونې پروګرام ترچتر لاندې د لسو میاشتو په موده کې جوړیږي او له دې پروژي نه به شاوخوا دری سوه کورنۍ ګټه پورته کړي.

د يو بل خبر له مخې، د نيمرروز په مرکز زرنج کې د درې کيلومترو په اندازې د يوه سرک د پخېدو چارې پيل شوې.

د زرنج سرپرست ښاروال محمد علي کاشاني وايي، پردې سرک ١٦ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ښاروالۍ د بوديجې له خوا ورکول کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement