د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د پوهنې رياست درې کارکوونکي په بند محکوم شول

د ننګرهار د پوهنې رياست درې کارکوونکي په بند محکوم شول

Nov 28, 2016 - 10:39

جلال اباد (پژواک، ۸ ليندۍ ۹۵): د اداري فساد پرضد د مبارزې لومړنۍ محکمې له لوري د ننګرهار د پوهنې رياست درې کارکوونکي په اداري فساد کې د ښکېلتياله امله په شپږ- شپږ مياشتو تنفيذي بند محکوم شول.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي د ليندۍ په ۸ مه پژواک ته وويل چې دغه علني غونډه د قضاوتمند نجيب الله فروتن  په مشرۍ  جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه، د علني غونډې په پيل کې موظف څارنوال د تورنو پر وړاندې برابره شوې صورت دعوه واوروله ، چې د تورنو مدافع وکيلانو يې دفاعيه کوله .

دی وايي، په علني غونډه کې د ننګرهار پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي او ددې رياست نورو منسوبينو هم خپلې خبرې او معلومات د غونډې له ګډون والو سره شريک کړل‌.

ددې غونډې په پايله کې د اداري فساد پرضد د مبارزې د لومړنۍ محکمې قضايي پلاوي د قضيې د طرفينو په شتون کې د رايو په يووالي سره  د پوهنې رياست درې تنه اداري کارکوونکي د ۴۰   زره افغانيو اداري فساد په قضيه کې د جزا  قانون د ۲۷۰ مادې د ۲ فقرې پربنسټ هر يو تن  د نيولو له نېټې په پام کې نيولو سره په شپږو- شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
د غونډې قضايي پلاوي وويل ، د تورنو پروړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده او دوى کولی شي د استېناف غوښتنه وکړي.

تر دې وړاندې د ننګرهار د استېناف څارنوالۍ ويلي و چې د پوهنې د رييس په شمول يې د دغې ادارې د څلورو کارمندانو قضيې تر څېړنې لاندې نيولې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement