د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې تېره مياشت نږدې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېره مياشت نږدې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Dec 18, 2016 - 10:59

کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٥): په افغانستان کې تېره مياشت په ١٢٧ بريدونو کې ١٣٥٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر ته په پام تېره مياشت د وړمې په پرتله مرګ ژوبله ٥٩ سلنه او بريدونه ٣٤ سلنه کم شوي دي.

په وړمه (اکتوبر) مياشت کې په ١٩٣ بريدونو کې ٣٢٨٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او په دې مياشت کې د سپټمبر په پرتله مرګ ژوبله ٨٣ سلنه او بريدونه ٣٥ سلنه ډېر شوي وو.

په اکټوبر کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په مخامخ نښتو او هوايي بريدونو کې اوښتې وه.

 خو د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې په نوامبر کې له هرو لسو تنو څخه شپږو ته په مخامخ نښتو، دوو ته په ځانمرګو بريدونو او پاتې نورو ته په نورو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

تېره مياشت د يادو بريدونو نيمايي په ننګرهار، اروزګان، فارياب، کابل او بلخ ولايتونو او پاتې په ٢٥ نورو ولايتونو کې ترسره شوي، خو پژواک په دې مياشت کې له پنجشېر، باميانو، دايکنډي او سمنګانو ولايتونو څخه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه کړی.

وړمه (اکتوبر) مياشت په ننګرهار، هلمند، جوزجان، کندهار او فارياب کې بريدونه ډېر وو او له پنجشېر، باميانو، دايکنډي او نورستان څخه د مرګ ژوبلې راپور نه و ورکړل شوى.

د بريدونو د کمښت لاملونه

پوځي شنونکي جنرال زلمی وردګ وايي، د تېرو څو کلونو تجربو ښودلې چې په افغانستان کې هر کال د مني په وروستيو او د ژمي په موسم کې جګړې کمېږي؛ ځکه چې د دولت وسله وال مخالفين په دې وخت کې د ونو د پاڼو د رېژېدو له امله د ځان د پټېدو لپاره مناسب ځای نه لري او په دې موخه چې ډېر تلفات ونه ویني، بريدونه کموي.

 دغه راز هغه وايي، همدغو ټکو ته پام د دولت وسله وال مخالفين د هوا په سړېدو سره د راتلونکي جګړه یيز موسم لپاره اکمالات کوي.

خو د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري بيا وايي چې د هوا د سړېدو تر څنګ د مخالفينو د بريدونو د کمېدو لامل دا هم دى چې دولتي ځواکونو په تېرو مياشتو کې وسله وال مخالفين سخت ځپلي او د ډېرو بريدونو توان نه لري.

 دى وايي چې له معمول سره سم د دولت وسله وال مخالفين د هوا په سړېدو سره د پوځي روزنې د ترلاسه کولو او اکمالاتو لپاره د پولې هغه خوا ځي او دغه کار د دې لامل کېږي چې بريدونه کم شي.

هغه د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو پر پاکستان تورونه دي چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفينو سره مرستې کوي .

مرګ ژوبله

راپورونو ښيي چې په نوامبر کې ٧٤٨ کسان وژل شوي او ٦١١ نور ټپيان دي.

د تېرې مياشتې په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځانګړې شمېرې نه خپروي؛ ځکه چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

په نوامبر کې د هېواد په کچه تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دې مياشتې په لسمه اوښتې ده؛ په دې ورځ ٣٤ تنه وژل شوي او ١٤٤ نور ټپيان وو.

د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې نږدې ٧مه برخه په ننګرهار ولايت کې ده او ورپسې تر نورو ولايتونو ډېره مرګ ژوبله په اروزګان، فارياب، کابل او بلخ ولايتونو کې او تر ټولو لږه يې په بغلان، کاپيسا، نيمروز او تخار ولايتونو کې ده.

وړمه مياشت تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په هلمند، فراه او ننګرهار ولايتونو کې وه.

 

د وړمې مياشتې بريدونه د نوامبر په پرتله ډېر خونړي وو.

تېره مياشت نه يواځې د بريدونو شمېر کم شوى، بلکې د نوامبر بريدونه هم د اکتوبر په څېر ډېر خونړي نه و؛ ځکه چې په هر بريد کې په منځنۍ کچه وړمه مياشت ١٧ تنه وژل شوي او ټپپان وو، خو په تېره نوامبر مياشت کې په هر بريد کې په منځنۍ کچه ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جنرال وردګ په دې اړه وايي: "د جګړې د ښکېلو غاړو او ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه مهال ډېره وي چې د جګړې ساحه پراخه، د بريدونو شمېر ډېر او درنې وسلې په کې وکارول شي، نو دا چې تېره مياشت بريدونه کم وو، درنې وسلې هم کمې کارول شوې او يواځې کوچنيو ګروپونو چريکي بريدونه کړي، نو تلفات يې کم او بريدونه يې هم خونړي نه وو."

د ملي دفاع وزارت وياند په دې اړه ورته نظر لري او په هر بريد کې د مرګ ژوبلې د منځنۍ کچې د ټيټېدو بل لامل په تېرو مياشتو کې د دولتي ځواکونو په عملياتو په تېره بيا په شپنيو عملياتو کې د دولت د وسله والو مخالفينو ځپل بولي.

هغه وايي، له همدې امله تېره مياشت وسله والو مخالفينو د درنو وسلو او لويو بريدونو د ترسره کولو توان نه درلود او په هر بريد کې د مرګ ژوبلې منځنۍ کچه هم ټيټه وه.

جګړه بنده کړئ!

دا د هغو کسانو غږ دى چې جګړو ځپلي دي.

د تېرې مياشتې په لومړيو کې د ننګرهار له پچيراګام ولسوالۍ څخه د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار ته له جګړې د را تښتېدلې کورنۍ سرپرست ماڼوګل وايي، خوښ دی چې په ننګرهار کې اوس جګړې يو څه کمې شوې دي، خو زياتوي: "د جګړې دا کمېدنه موقتي ده، دولت بايد د جګړې د دايمي پاى ته رسېدو په لټه کې شي، دواړه لوري دې جګړه ودروي، تر څو زموږ په څېر نور افغانان در په در نه شي."

هغه چې اوس په جلال اباد کې له خپلې کورنۍ سره د خپل تره د زوى په کور کې اوسېږي، وايي چې څه موده وړاندې يې په پچيراګام کې د جګړې پر مهال ښځه، يو ځوان زوى او يو هم تنکى ماشوم ووژل شول.

ماڼوګل وايي چې اوس په جلال اباد کې په بد وضعيت کې د ژوند شپې ورځې تېروي؛ ځکه چې د ژوند کولو لپاره اړين ټول وسايل يې په پچيراګام کې پاتې دي او دوی د جګړې له ډګره يوازې خپل سرونه را ايستلي دي.

دغه راز د فارياب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د کوسه کلا سيمې اوسېدونکي محمد نعيم چې تېره مياشت يې د خپلوانو د واده په مراسمو کې د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله ماشوم زوى وژل شوی، مېرمن او دوې ماشومې لوڼې يې ټپيانې شوې، هم د جګړې د بندېدو او سولې غوښتنه کوي.

هغه وايي، دا سمه ده چې د هوا په سړېدو سره د هغوى په سيمه کې هم امنيتي وضعيت ښه شوی، خو زياتوي چې که دولت د جګړې د دايمي پاى ته رسېدو لپاره هڅې ونه کړي، نو د تېرو کلونو په څېر به يو ځل بيا د هوا په ګرمېدو سره جګړې هم ګرمې شي او بې ګناه افغانان به په کې وژل کېږي.  

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement