د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سرپناه نشتوالی د راستنېدونکو کډوالو اساسي ستونزه ده

د سرپناه نشتوالی د راستنېدونکو کډوالو اساسي ستونزه ده

Dec 18, 2016 - 16:15

جلال اباد (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۹۵) : د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د سرپناه نشتوالی د بېرته راستنېدونکو کډوالو تر ټولو ستره ستونزه ده، چې دوی يې د حل لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

د ياد وزارت مرستيال انجنير احمد ولي حکمي دا څرګندونې د ليندۍ په ۲۸مه په جلال اباد ښار کې د هيواد په کچه د کډوالو د نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته د وينا پرمهال وکړې.

نوموړی وايي چې روان زېږديزکال هيواد ته له يو ميليون څخه زيات کډوال راستانه شوي، چې ګڼ شمېر يې د تورخم له لارې راغلي او شاوخوا ۶۰ سلنه يې په ننګرهار کې مېشت شوي دي.

د انجنير حکمي د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو کډوالو تر ټولو ستره او اساسي ستونزه د سرپناه د ځای نشتوالی دی، چې دوی يې د حل لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستيال وايي چې د سرپناه په برخه کې د ننګرهار مېشتو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د بهسودو ولسوالۍ په قاسم اباد سيمه کې د خانه کي په نوم پر ښارګوټي يې کار پيل کړی چې د ۳۰ زره کورنيو ستونزه به حل کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ادارې د عامه اړيکو مسوول نصير احمد حيدرزى وايي چې د نا راجستر شويو کډوالو راتګ د کډوالو ستونزې لا ډېرې کړې دي.

دی وايي، اداره يې په سرحدي سيمو کې کډوالو سره مرستې کوي؛ خو هغه کډوال چې راجستر نه وي دوی ورسره مرسته نه شي کولی.

هغه زياته کړه: ((موږ يې په سرحدي سيمه کې لومړی نومونه ثبتوو، بيا ورسره د روغتيا او خوړو په برخه کې مرستې کوو، که د شپې د اوسېدو اړتيا وي دا زمينه ورته برابروو او د غير خوراکي توکو يو کېټ ورته برابروو.))

حيدرزي د کډوالو د ستونزو د دايمي حل په اړه د دغې ادارې د مرستې په اړه وويل چې دوی د کډوالو له ټولنو او مرکزونو سره چې راستانه شوي کډوال يې جوړوي مرستې کوی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه هېواد ته له يو ميليون زيات کډوال راستانه شوي، چې ۶۶۰ زره يې قانوني اسناد نه لري.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د يادې غونډې پرمهال له ناراجستر کډوالو سره د مرستې په اړه وويل، چې د افغان حکومت د بوديجې له لارې د دغو کډوالو هرې کورنۍ ته د ۳۵۰۰ افغانيو نغدي مرستې او د غير خوراکي توکو د يو کېټ د ورکړې زمينه برابره شوې ده.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر وويل، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزې لا هم نه دي حل شوي او د سر پناه له نشتوالي سره سره د پوهنې، روغتيا او نورو بېلابېلو برخو کې مشکلات لري.

هغه غوښتنه وکړه چې د کډوالو د ستونزو حل يوازې په خانه کي ښارګوټي نه کيږي او باید نور ښارګوټي هم جوړ شي.

د يادولو ده چې په ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو د ۶۰سلنه مېشته کېدو نه يوازې دغو خلکو ته مشکلات جوړ کړي، بلکې د ننګرهار ولايت او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار اوسېدونکو ته يې هم ستونزې زېږولې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement