د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نيمروز کې به ډېر ژر دولتي پوهنتون خپل فعاليت پيل کړي

نيمروز کې به ډېر ژر دولتي پوهنتون خپل فعاليت پيل کړي

Dec 18, 2016 - 18:20

زرنج (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٥): نيمروز ولايت کې د يوه دولتي پوهنتون د جوړولو منظوري په داسې حال کې د خلکو له هرکلي سره مخ شوې، چې په دغه ولايت کې د دولتي پوهنتون د نشتون له امله ډېرى ځوانان له لوړو زده کړو محروم پاتې دي.

نيمروز ولايت کې ١٥٧ ليسې، منځني او لومړني ښوونځي، يو انسټيټيوټ، يو دارالمعلمين او يو خصوصي پوهنتون موجود دي.

د ياد ولايت په کچه هر کال شا وخوا زر زده کوونکي له دوولسم ټولګيو فارغيږي، چې له څلورسوه کم فارغين يې د نورو ولايتونو پوهنتونونو ته لاره مونده.

د زرنج ښار د يوې ليسې فارغې شوې زده کووونکې زرغونې پژواک ته وويل: "له دوولسم ټولګي له فراغت وروسته اړه يم چې په دارالمعلين کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، ځکه له دې نور د لوړو زده کړو لوړې زده کړې نشته او مالي وضعيت مې هم ښه نه دى، څو نورو ولايتونو ته د تحصيل د دوام لپاره لاړه شم."

هغه زياته کړه، ډېرى هغه نجونې چې له دوولسم ټولګيو فارغيږي، له هغو يې ډېرې کمې په ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه په دندو ګومارل کېږي او ډېرې يې بيا په کورونو کې بې روزګاره پاتې کېږي.

د نيمروز ولايت يو ځوان خالد هم د پوهنتون د نشتون له امله له دوولسم ټولګي وروسته د خپل تحصيل پر دوام نه دى بريالى شوى.

هغه وويل، په ياد ولايت کې ډېرى ځوانان د دولتي پوهنتون د نشتون له امله خپلو لوړو زده کړو ته دوام نه شي ورکولى.

نوموړي په داسې حال کې چې د ياد پوهنتون د منظورۍ په اړه خوښي څرګنده کړه، وويل: "له بده مرغه دولتي او غيردولتي ادارې هم د دوولسم فارغينو ته کاري فرصت نه برابروي."

ورته مهال د نيمروز والي انجنير محمدسميع د لوړو زده کړو له پلاوي سره د ناستې پر مهال وويل، چې په نيمروز ولايت کې د لومړني دولتي پوهنتون جوړېدل منظور شوي، چې په ١٣٩٦ لمريز کال کې د ياد پوهنتون په جوړېدو سره د دغه ولايت ځوانان کولى شي چې خپلو استعدادونو او وړتياو ته وده ورکړي، څو ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.

هغه زياته کړه: "په دغو حساسو شرايطو کې ښوونه او روزنه هغه يوازينۍ وسيلې دي چې په راتلونکي کې موږ د پرمختګ پر لوري بېولى شي او د دغه ولايت مقام به د پوهنتون رييس او استادانو ته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

ولسي جرګه کې د نيمروز استازې فريدې حميدي په ياد ولايت کې د پوهنتون له جوړېدو هرکلى وکړ او هغه يې د ياد ولايت د ځوانانو د پرمختګ او ښوونې او روزنې په برخه کې مهم ګام وباله.

ياد ولايت ته په همدې موخه د لوړو زده کړو وزارت تللي پلاوي وويل، چې د دغه پوهنتون بوديجه او تشکيل د ١٣٩٦ لمريز کال په بوديجه کې په پام کې نيول شوې او راتلونکى کال به دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې په برخو کې محصلين ومني.

د نيمروز ولايت د پوهنې رياست د تخنيکي چارو مسوول عبدالهادي بيدار وويل، چې د دغه پوهنتون د جوړېدو چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement