Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې يو شمېر غړي د جرګې له نوم څخه پر ناوړه ګټې اخيستو تورن شول

د ولسي جرګې يو شمېر غړي د جرګې له نوم څخه پر ناوړه ګټې اخيستو تورن شول

Dec 21, 2016 - 19:43

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د ولسي جرګې يو شمېر غړي، د يادې جرګې ځينې غړي د جرګې له نوم څخه په ناوړه ګټې اخيستو او د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره په خپله د دوى له لوري له جوړو شوو مُهرونو پر ګټې اخيستو تورنوي.

د بغلان استازې شکريې عيسى خېل په نننۍ ناسته کې د جرګې مشر ته په خطاب کې وويل: "له يوولسو کلونو راهيسې وکيله يم، نه مې په ياديږي چې کوم مکتوب مې صادر کړى وي، خو يو شمېر وکيل صاحبان بيا شته چې اسناد يې تاسو ته هم درکوم، چې دوى په خپله وارده او صادره کتاب، چاپي پاڼې او مهر لري او د پاسپورټ رياست مخې ته يې سکرتران موجود وي او د دغه رياست مراجعينو ته مکتوبونه ورکوي، چې دغه کار د پاسپورټ رياست له ستونزو سره مخامخ کړى دى."

ورته مهال د ولسي جرګې د تقنيني چارو کميسيون محمد عبده وويل، د ولسي جرګې د اصولو پر بنسټ، د جرګې غړي نه شي کولى، مهر ولري او يا هم دوى رسمي مکتوبونه صادر کړي، خو د ليک د سپارښتنې پر بنسټ يو څوک معرفي کولى شي. هغه وويل چې د سپارښتنې ليک لپاره د جرګې د دارالانشا له لوري د جرګې ټولو غړو ته کتابچې چمتو شوې دي.

مېرمن غيسى خېل دغه راز نيوکه وکړه او زياته يې کړه: "زه نه پوهېږم وکيل صاحبانو هغه موټرونه چې له ځان سره يې لري، له کومه کړي؟ که شورا ورکړي وي، نو بايد ټولو وکيلانو ته يې ورکړي، موږ د دوى له لاسه کله چې پارلمان ته راځو په تکليف يو، خداى پوهېږي چې عام خلک به له دغو وکيل صاحبانو څومره تنګ وي."

د هغې په وينا، اداري پلاوى مکلف دى چې دغه موارد په جديت او هر اړخيز ډول وڅېړي.

ولسي جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست، له مېرمن عيسى خېل غوښتنه وکړه، څو د خپل وخت له فرصت څخه په ګټې د يادو ټولو وکيلانو نومونه واخلي، خو مېرمن غيسى خېل بيا دا کار ونه کړ.

بشردوست هم د چا نوم وانه خست او ويې ويل: "ځينې کسان راغلل او شکايت يې وکړ چې د وکيلانو پر وړاندې شته عريضې يې د جرګې د کميسيونونو له لوري نه منل کېږي او دوى ته ويل کېږي، چې تاسو لاړ شئ او د ولسي جرګې د رييس لاسليک راوړئ."

د نوموړي په وينا،د خلکو د شکايتونو له مخې د يادې جرګې يو شمېر غړو خلک وهلي او ټکولي، د خلکو ځمکې يې غصب کړې او د جرګې د غړو له لوري نورې زياتې سرغړونې هم شوې دي.

په ياده جرګه کې د پکتيا استازي ګل پادشاه مجيدي وويل: "کوم کميسيون چې د وکيلانو د خونديتوب او امتيازاتو په برخه کې کار کاوه او دا ډول موارد به يې څېړل، لغوه شوى او د شکايتونو پر کميسيون هم ډېره ګڼه ګوڼه ده او ټولو شکايتونو ته لاسرسى نه شي کولى، اداري پلاوى بايد يادې موضوع ته ډېر پام وکړي."

دغه راز نوموړي وويل، د جرګې يو شمېر غړي په خپلسر د ځينو لوړپوړو ودانيو د جوړېدو مخنيوى کوي.

نوموړي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل: "د ولسي جرګې له ادرسه، ګډ کميسيون جوړيږي او له دې وړاندې چې اسناد وليدل شي، نو د لوړو پوړيو د جوړېدو کار دروي، د وکيل صاحب په نوم د کابل په پلچرخي تنګي او يو شمېر نورو سيمو کې موټرونه دريږي، وکيل څه حق لري چې د خلکو د لوړو ودانيو د جوړېدو مخه ونيسي."

مجيدي زياته کړه: "تر دې چې دوى يو شمېر جعلي مکتوبونه هم صادر کړي او د لوړ تناژ په نوم موټرونه دروي، د ولسي جرګې له ادرسه دا ډول کارونه کول شرم دى، په خداى چې په پارلمان کې کېناستل شرم دى."

خو په دغه جرګه کې د کابل استازى قدرت الله سهاک د مجيدي له خبرو وروسته په بېړې سره د جرګې د مشر خوا ته ولاړ او له هغه سره له خبرو وروسته خپلې څوکۍ ته بېرته راغى، مجيدي ته يې ښکنځل وکړه او هغه يې هره مياشت له ګمرکونو څخه د پيسو په ترلاسه کولو تورن کړ.

مجيدي د دغه کار په غبرګون کې سهاک ته وويل: "اوس پوه شوم چې همدا غل ته يې."

د يادو وکيلانو ترمنځ لفظي شخړې څو دقيقې دوام وموند، خو دغه کار د ولسي جرګې د نورو غړو په دخالت پاى ته ورسېد.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل: "وکيلان بايد له هغو خونديتوبونو چې قانون ورته ورکړي؛ ناوړه ګټه وانخلي."

د هغه په وينا، که چېرې د ولسي جرګې يو شمېر غړي د نورو غړو د سرغړونې او له واک څخه د ناوړه ګټې اخيستو په اړه اسناد او شواهد لري، هغه دې د جرګې اداري پلاوي ته وسپاري، څو په جدي توګه وڅېړل شي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement