د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د پنځو ميليونو افغانيو په لګښت د يو سړک جوړېدو چارې پيل شوې

ننګرهار کې د پنځو ميليونو افغانيو په لګښت د يو سړک جوړېدو چارې پيل شوې

Jan 12, 2017 - 17:11

جلال اباد (پژواک ۲۳ مرغومى ٩٥): د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په قاسم اباد ښارګوټي کې د پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د څلور کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه د مرغومي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سړک د جلال اباد ښاروالۍ په بوديجې د يادې ادارې له لوري رغول کېږي.

خبرپاڼه کاږي، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادو چارو د پيل پرمهال وویل، وروسته له هغه چې په قاسم اباد ښارګوټې کې یې پر غصب شوو ځمکو د جوړو شوو ودانیو د نړولو کمپاین پیل کړ، ورسره سم یې په یاد ښارګوټې کې د بېلابېلو خدمتونو د برابرولو په موخه هم چارې پیل کړې .

هغه زیاته کړه، د ښاروالۍ د نقشې مطابق یې په قاسم اباد ښارګوټې کې د جلال اباد ښاروالۍ د پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د څلور کیلومتره د جوړولو چارې پيل کړې .

د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان وويل، یاد سړک به د نږدې درې میاشتو په موده کې جوړ شي .

د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي وویل، د قاسم اباد ښارګوټي د غصب او نورو ستونزو د حل په موخه یې د ننګرهار والي په لارښوونه له مخورو سره پرله پسې ناستې ترسره کړي .

هغه زیاته کړه، د دغو ناستو پر مهال د قاسم اباد مخورو ورسره ژمنې کړې، چې د ټولو پروژو ملاتړ به کوي او یاد ښارګوټي کې به د ټولو غير قانوني کړنو مخه ونیسي .

د یادولو ده، چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د قاسم اباد ښارګوټي چارې کلونه وړاندې پيل شوې دي؛ خو د سيمه ييزو زورواکو له خوا د ځمکو د غصب له امله مستحقو کسانو ته لا تر اوسه نومرې نه دي رسېدلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement