د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

داعش ډلې ته د سرتېرو د جذب په تور درې کسان نيول شوي

داعش ډلې ته د سرتېرو د جذب په تور درې کسان نيول شوي

Jan 14, 2017 - 18:21

زرنج (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٥): د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، هغه درې کسان چې د داعش ډلې لپاره کسان جذب او له يادې ډلې سره د يوځاى کېدو لپاره هڅول، نيولي دي.

د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال غلام جيلاني ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وويل، له يادو کسانو يې يو نيول شوى کس ملا درمحمد نومېږي، چې د زابل په خان افغان ولسوالۍ کې يې د وسله والو مخالفينو د ٥٠ کسيزې ډلې مشري پر غاړه درلوده.

نوموړي زياته کړه: "بل نيول شوى کس يارمحمد نومېږي، چې څه موده يې د پوليسو په ليکو کې هم دنده ترسره کړې، نوموړي د دندې له پرېښودو وروسته دوه ميله کلاشينکوفونه او يوه مخابره هم له ځانه سره وړې او له طالبانو سره يوځاى شوى و."

د نيمروز امنيه قوماندان وويل، دريم کس ګل محمد نومېږي چې نوموړي هم د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سړک غاړې ماينونو د خښولو په برخه کې رول درلود.

د نيمروز ياد امنيتي چارواکي زياته کړه، چې يادو درېيو کسانو د داعش ډلې لپاره د سرتېرو د نيولو او هڅولو لپاره کار کاوه او هڅه يې کوله چې په نيمروز ولايت کې داعش ډلې ته د ځوانانو د جلب او جذب مرکز جوړ کړي، خو پرون د زرنج ښار ختيځ زنځير ته د داخلېدو پر مهال د پوليسو له لوري ونيول شول.

داعش ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement