د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: بغلان کې يو مشهور قوماندان وژل شوى

چارواکي: بغلان کې يو مشهور قوماندان وژل شوى

Jan 22, 2017 - 20:18

پلخمري (پژواک ٣ مرغومى ٩٥): د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان د خپل ماين چاودېدو له امله وژل شوى دى.

د بغلان والي عبدالستار بارز پژواک خبري اژانس ته وويل، قاري عابد نن له غرمې وروسته د خپل ماين چاودنې له امله وژل شوى دى.

ده زياته کړه، قاري عابد په دغه ولايت کې د طالبانو يو مشهور قوماندان و، چې په بغلان کې يې په ترهګريزو بريدونو او ماين خښولو پېښو لاس درلود.

د سيمه ييزو پوليسو سرتېري اسدالله پژواک ته وويل، دغه پېښه نن له غرمې وروسته ٢ بجې د ډنډ شهاب الدين په اکاخېلو سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې قاري عابد له يو شمېر نورو کسانو سره يوځاى د لاسي بم په جوړولو بوخت و.

د هغه په وينا، په دغه پېښه کې پر قاري عابد سربېره د هغه يو ساتونکى هم وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement