د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له هرات څخه تر چشت شریف پورې د سړک جوړولو قرارداد لاسلیک شو

له هرات څخه تر چشت شریف پورې د سړک جوړولو قرارداد لاسلیک شو

Feb 01, 2017 - 19:20

کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٥): د ولسمشر غني په حضور کې له هرات څخه تر چشت شریف پورې د سړک جوړولو قرارداد لاسلیک شو.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د ایټالیا سفیر روبرټو کانټون له هرات څخه تر چشت شریف پورې د ختیځ - لوېدیځ کورېډور پروژې اړوند د ۱۵۵کیلومتره سړک جوړولو قرارداد د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې لاسلیک کړ.

سرچينه کاږي، د دغه قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شول، په پيل کې د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د دغه کورېډور په ځانګړي ډول له هرات څخه تر چشتي شریف پورې د سړک جوړولو اقتصادي اهمیت ته په اشارې وویل، دغه سړک چې د اوبې ولسوالۍ په لور ۱۵۵کیلومتره اوږدوالی لري، سلما بند او د چشت شریف د مرمرو کان یې په مسیر کې قرار لري، چې له اقتصادي او ترانسپورټي پلوه د دغو سیمو او غور ولایت خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابروي.

ده زیاته کړې، دا سړک د ختیځ او لوېدیځ کورېډور یوه برخه ده چې هرات د مرکزي ولایتونو له لارې کابل سره وصلوي.

د هغه په وینا، د دغه سړک سروې عملا پیل شوې ده چې له بشپړېدو وروسته به یې پنځو برخو کې د ۳۰ کیلو مترو قرارداد  جلا جلا کمپنیو ته ورکول شي.

ورپسې په افغانستان کې د ایټالیا سفیر روبرټو کانټون له دې امله خوښي وښوده، چې د ایټالیا د ۹۲ میلیون یورو مرستې له لارې دغه سړک جوړېږي او د افغانستان په پرمختګ کې نقش لوبوي.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې په عملي کېدو سره بیا هم ایټالیا ژمنه ده چې د سیمه‌ییز اتصال په خاطر له افغانستان سره په سترو پروژو کې مرسته وکړي.

روبرټو د خپل هېواد په استازیتوب د افغانستان حکومت څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ ژمنه وکړه چې د هرات د هوايي ډګر د نوي ترمینل جوړولو ‎کې به هم مرسته وکړي.

په دغو مراسمو کې د هرات والي محمداصف رحیمي د دغه ولایت د خلکو په استازیتوب له ولسمشر څخه له دې امله مننه وکړه چې د هرات خلکو سره په خپلو ژمنو ولاړ دی او نن په عملي توګه د دغو ژمنو د عملي کېدو شاهدان دي.

د ده په خبره، له ۱۳۹۰کال را هیسې هر کال د دغه سړک د جوړېدو ژمنې کېدې، خو نه عملي کېدې او له دې بابته د هرات خلک  ناهیلي شوي و، خو نن دا هیلې بېرته را ژوندۍ شوې.

د یادونې وړ ده چې د ختیځ ـ لویدیځ کورېډور پروژه ۷۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان حکومت لومړیتوب ګڼل کېږي چې د بېوزلۍ د کمولو او هېواد د وصلولو او اقتصادي ودې په برخه کې مستقیمه اغېزه لري.

د دغه کورېډور جوړول به درې کاله وخت نیسي چې لومړنۍ څېړنې یې بشپړې شوې دي او د ډیزاین او سروې چارې یې روانې دي او تدارکاتي پلان یې بشپړ شوی دی.  

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement