د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هغې مور او لور کيسه چې له معاينه خانې د راستنېدو پر مهال د بريد قربانيانې شوې

د هغې مور او لور کيسه چې له معاينه خانې د راستنېدو پر مهال د بريد قربانيانې شوې

Feb 08, 2017 - 19:53

کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٥): هغه کس چې په پروني بريد کې يې خپله مېرمن او پېغله لوري له لاسه ورکړي، وايي نه پوهېږي چې د کورنۍ غړي يې د کومې ګناه له امله د ياد شوم بريد قرباني شول.

٣٠ کلن جان اغا چې د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى او اوسمهال د کابل په خواجه رواش کې ژوند کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون ورځ د سترې محکمې دروازې مخې ته د چاودنې له امله يې خپلوان وژل شوي، چې دې کار يې ژوند ور تريخ کړى دى.

هغه وويل: "مېرمن مې د لور د درملنې لپاره چې شاوخوا ١٤ کلنه وه؛ په ګډه په مکروريانو کې د يوې ډاکټرې معاينه خونې ته تللې وه، چې د راګرځېدو پر مهال چاودنه وشوه او دواړه په کې شهيدانې شوې."

ده زياته کړه، يوه بله کوچنۍ لور يې چې له خپلې مور او خور سره کور ته د راګرځېدو پر مهال سخته ټپي شوې ده، اوسمهال د وزيراکبرخان په روغتون کې د کوما په حالت کې ده.

ياد دردېدلي کس په ژړا سره وويل: "خدايه! نه پوهېږم چې دغه قتل او وينې به تر کومه روانې وي او د بې ګناه خلکو وينې تويېږي؛ موږ د خپل اواز اورېدو لپاره چاته ووايو."

جان اغا چې د خپلې لور او مېرمنې د تابوتونو سر ته ناست و، زياته کړه: "زموږ کور ړنګ شو او د ژوند کولو نوره هيله نه لرم."

هغه وويل، مېرمن يې شاوخوا ٢٨ کلنه وه او د کور يواځينۍ نفقه راوړونکې وه، چې د خلکو په کورونو کې به يې د کاليو وينځلو او پاکولو له لارې د خپلې پنځه کسيزې کورنۍ نفقه برابروله.

جان اغا د خپلې قرباني شوې لور په اړه وويل: "ندا د بي بي مهرو لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې وه، يوه ځيرکه او پوه نجلۍ وه؛ چې همېشه به يې د ډاکټرې کېدو هيله درلوده، خو هيله يې له ځان سره ګور ته يوړه."

نوموړي په داسې حال کې چې په خپله هم ناروغ دى، وويل چې په دې وروستيو کې له ايران راګرځېدلى او بې روزګاره دى او زياته يې کړه: "سارا بله لور مې چې لس کلنه ده او پنځم ټولګى يې بشپړ کړى، د خېټې په برخه کې سخته ټپي ده او اوسمهال د کوما په حال کې ده."

د ياد کس ګاونډي بسم الله وويل، دولت بايد د دغو بريدونو مخه ونيسي؛ ځکه په دا ډول بريدونو کې ډېرى بېوزله او غريب خلک ټپيان او وژل کېږي.

هغه وويل: "پخوا به ړانده راکټونه راتلل او خلک يې تباه کړل او اوس په هر ځاى کې ځانمرګي دي، چې بېګناه خلک، ترکاري پلورونکي، جواليان، کارګر او يا هم د ښوونځي شاګردان په کې ژوند له لاسه ورکوي."

د يادې کورنۍ يواځيني ١٦ کلن مهرشاد، په ژړا سره وويل: "د کمزوري اقتصاد له امله مې ښوونځى پرېښود، خو اوس مې چې مور و خور له لاسه ورکړل، زموږ ژوند تباه شو."

د جان اغا مور هم چې د خپلې نګور او لمسۍ تابوتونه يې لمسول، له اوښکو په ډکو سترګو وويل: "زموږ غم پاى نه لري، اته کاله وړاندې مې يو ځوان زوى په يوه ځانمرګي بريد کې له لاسه ورکړ او نګور مې له خپلو شپږو اولادونو سره بې سرپرسته پاتې شوه او اوس مې دا دى خپل بله نګور او لمسۍ له لاسه ورکړل او د بل زوى کور مې هم ړنګ شو."

هغې په چيغو سره وويل: "دا زوى مې ډېر غريب دى او له خپلې ښځې او بچيانو سره په کرايي کور کې ژوند کوي؛ نه پوهېږم چې د دغو بېچاره ګانو ګناه څه وه، چې شهيدان شول."

په پروني بريد کې له جان اغا سربېره نورې لسګونه کورنۍ هم د غم په ټغر کېناستې او د پلازمېنې اوسېدونکو ته دغه له درد او رنځ يوه ډکه ورځ وه.

د عامې روغتيا وزارت د خپرونو چارو مشر اسماعيل کاووسي پژواک ته وويل، د ياد بريد په پايله کې د ملکيانو او سترې محکمې د کارکوونکو په ګډون شاوخوا ٢١ کسان وژل شوي او ٤٥ نور ټپيان دي.

د ياد بريد مسووليت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

دوه ورځې وړاندې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر په يوه نوي راپور کې په تېرو اوو کلونو کې د ملکي وګړو له بېسارې مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو.

په دې راپور کې راغلي، چې په تېر زېږديز کال (۲۰۱۶) کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په جګړو او ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې ٣٥٠٠ کسان وژل شوي او له اوه زره زيات نور ټپيان شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement