د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: د کاتب د مقبرې بنا دې جوړه او يو مډال دې هم په نوم شي

غني: د کاتب د مقبرې بنا دې جوړه او يو مډال دې هم په نوم شي

Feb 09, 2017 - 19:36

کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٥): ولسمشر غني د علامه فيض محمد کاتب د مړينې د ٨٦ تلين د مراسمو پر مهال د حکومت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د کاتب قبر لپاره يوه بنا جوړه او دغه راز يو مډال د هغه په نوم ونوموي.

فيض محمد کاتب، چې د محمد وکيل زوى او د محمد خواجه هزاره له طايفې څخه و، د هېواد له مشهورو تاريخ ليکونکو شمېرل کېږي، چې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په زردسنګ سيمه کې د ١٢٧٩ قمري کال د روزې مياشتې په شپاړسمه يې نړۍ ته سترګې غړولې او په ١٣٠٩ لمريز کال په کابل کې وفات شوى دى.

کاتب ډېر اثار لري او د هغه ناچاپ شوي اثار هم چې په ښايسته نستعليق خط ليکل شوي، د هېواد په داخل او بهر کتابتونونو کې موجود دي.

سراج التواريخ، تحفة الحبيب له ١٢٥٨-١٢٩٧ قمري کال پورې د سلطنت د پېښو په اړه، فيضي از فيوضات د امانيه په دوره کې، تذکره الانقلاب د امانيه دورې د اړودوړ، تاريخ امانيه، نژادنامه افغان د کاتب له مهمو اثارو بلل کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني، نن د فيض محمد کاتب هزاره د تلين په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شوي و، کاتب د هېواد يوه مشهور تاريخ ليکونکي او په افغانستان کې د تاريخ ليکلو پلار وباله.

ولسمشر وويل، کاتب يواځې نسخه ليکونکى او کتاب ليکونکى نه و، بلکې يو ستر عالم و چې ډېر شمېر عالمانو او پوهانو ته يې زده کړې ورکړې دي.

غني زياته کړه، کوم کسان چې څېړنې کوي او تاريخ ليکوونکي دي، بايد د کاتب له ليکنو ګټه واخلي، ځکه د هغه په ليکنو کې د تاريخ په اړه ډېر زيات معلومات او حقيقتونه پراته دي.

د نوموړي په وينا، د شاه حبيب الله په دربار کې د کاتب شتون د دې لامل شوى و، څو ډېرو مهمو اسنادو ته لاسرسى ولري او مطالعه يې کړي او په خپلو ليکنو کې ترې ښه ګټه پورته کړي.

غني وويل: "دا ډول تاريخ ليکونکي ډېر کم پيدا کېږي، چې د ډېرو پېښو شاهدان وي، لومړى لاس اسناد په لاس کې ولري او له واک لرونکو سره له نږدې پېژندنه ولري."

نوموړي وويل، که د کاتب اثار چېرې مطالعه شي او د نورو ډېرو تاريخ ليکونکو له اثارو سره چې له هغه وړاندې او وروسته و، پرتله کړو، نو په دې به پوه شو چې کاتب د هېواد د تاريخ ليکنې پلار و او د هغه اثار د نسلونو لپاره د ګټې وړ دي، ځکه هغه د خپل تاريخ په ليکلو کې د وخت د واک لرونکو او چارواکو تر اغېز لاندې نه دى راغلى.

د غني په وينا، پر دې سربېره چې کاتب په دربار کې و، خو ليکنې يې يو اړخيزې نه وې، بلکې د يوه مطلقه حکومت په وړاندې يې د خلکو مقاومت انځور کړى دى.

نوموړي وويل، کاتب په خپلو ليکنو کې په هغه وخت کې د هزاره او نورو قومونو د خلکو مقاومت انځور کړى دى.

د غني په وينا، سراج التواريخ د کاتب له مهمو اثارو ګڼل کېږي چې په ډېر کره توب سره يې ليکلى او د تاريخ سم تسلسل په کې پروت دى. نوموړي وويل، ياد کتاب د هغه لابراتوار په څېر دى، چې څېړونکو او تحليل کوونکو ته کره مواد په لاس کې ورکوي.

هغه وويل، په دغه کتاب کې د حکومتوالۍ د لړۍ تداوم تعقيب شوى، د واک او ټولنې جوړښتونه په کې انځور شوي، څو د ټولنې او حکومت دواړو تعامل خلکو ته څرګنده کړي.

ولسمشر تاريخ ليکنه او د تاريخ مطالعه مهمه وبلله او وويل، د هېواد اوسنۍ جګړه، د هېواد د تاريخ په اړه له ناسم پوهاوي سرچينه اخلي.

هغه زياته کړه: ((هغه جګړه چې اوسمهال زموږ هېواد ورسره لاس او ګرېوال دى، د بيارغونې او پراختيا فرصتونه له ګواښ سره مخامخ کوي، يو عمده لامل يې د تاريخ په اړه د پوهې نشتوالى دى؛ کومو کسانو چې د خپل تمدن ريښې يې له ياده وېستلې او ټوټې کړې دي، يواځينى نقش چې په تر سره کولو يې توانېدلي، جنايت، ورانونه او بنسټپالنه ده، ټول له جهل او له تاريخ نه په نه پوهاوي رامنځته شوي دي.))

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د تاريخي شخصيتونو په معرفي کولو سره، د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو د پوهاوي کچه لوړېږي.

غني د خپلو خبرو په پاى کې لارښوونه وکړه چې د علامه کتاب د يادون لپاره د هغه مزار جوړ شي، د عدليې وزارت دې د علامه فيض محمد کاتب په اړه د مډال جوړولو قانوني پړاوونه پيل کړي او د تصويب لپاره يې دې کابينې ته وړاندې کړي.

غني د هېواد يوه بل تاريخ ليکوال علي احمد کهزاد ته هم اشاره وکړه او وويل، يو عالي تاريخ ليکوال و او اثار يې د کاتب له اثارو سره پرتله کولى شو.

هغه هيله څرګنده کړه چې راتلونکى کال به د کهزاد د زېږېدو د ورځې يادونه هم وشي.

د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش په نننۍ ناسته کې د علامه کتاب د شخصيت او کارنامو په اړه وويل، دغه تاريخ ليکونکي په خپلو ليکنو کې هېڅکله حقيقت تر مصلحت نه دى قربان کړى، تل يې ملي ګټې پر شخصي ګټو غوره بللې دي.

هغه څرګنده کړه چې کاتب ګڼ اثار درلود، پر مظلوميتونو يې د خپل قلم له لارې نيوکې کړې، د هغه له اثارو سراج التواريخ يادولى شو، دا اثر يې داسې ليکلى چې ټولې پېښې په کې د فلم په څېر د لوستونکي لپاره ثبت شوې دي.

دانش په ډاګه کړه چې دغه افغان تاريخ ليکوال، د تاريخ ليکنې تر څنګ يو فيلسوف هم و، د تاريخ فلسفه، معاصر سياست او د سياست د ډولونو په اړه يې پوهه درلوده.

هغه وويل چې د کاتب اثار د حزب وحدت ملي د پخواني مشرعبدالعلي مزاري او ځينو فرهنګيانو له لوري چاپ شوي او همدارنګه سراج التواريخ د امريکايي او روسي فرهنګيانو له لوري په انګليسي او روسي ژبو هم چاپ شوى دى.

نوموړي د فيض محمد کاتب هزاره ترڅنګ، د ځينو نورو تاريخ ليکونکو لکه عبدالحى حبيبى، ميرغلام محمد غبار، علي احمد کهزاد، حسين نايب، محمد حسن کاتب يادونه م وکړه او زياته يې کړه چې دا شخصيتونه د تاريخ ليکنې ترڅنګ، د سياست او کلتور په برخه کې هم ګڼ اثار لري.

افغان تاريخ پوه او د علومو اکاډمي سلاکار حبيب الله رفيع هم وويل چې کاتب خارق العاده استعداد درلود، په مدرسو کې يې ديني مضامين ولوستل، خو د خپل قلم په زور يې د پاچا دربار ته لار ومونده.

نوموړي زياته کړه چې کاتب د هغه زمان له ګواښونو او سانسور سربېره د ملت دردونه د قلم له لارې بيانول او واقعيتونه يې انځورول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement