د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سواد زده کړو زياتره ګډونوالې ښځې دي

د سواد زده کړو زياتره ګډونوالې ښځې دي

Feb 12, 2017 - 20:02

کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٥):  د پوهنې وزارت وايي، اوسمهال په هېواد کې له ٤٠٠ زره زيات کسان د سواد په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې يې ٦٢ سلنه ښځې تشکيلوي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معينيت د سواد زده کړو ادارې مشر الله باز جم له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال په هېواد کې د سواد زده کړو د وضعيت په اړه د سواد د زده کوونکو کم شمېر، ستونزو او په دغه برخه کې د ننګونو په اړه د يادې ادارې اندېښنې څرګنده کړې دي.

هغه وويل، اوسمهال په ټول هېواد کې ٤٠٦ کسان د سواد پر زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې يې ٦٢ سلنه ښځينه او ٤٦ سلنه نارينه تشکيلوي.

جم څرګنده کړه، چې د سواد زده کړو دورو د پراختيا په برخه کې تر ټولو عمده ستونزه نا امني ده.

د عامه پوهاوي کچې ټيټوالى، د سواد زده کړو پروګرام کې د خلکو کم ګډون او د تجهيزاتو او امکاناتو نه شتون نور هغه عمده موارد دي چې د سواد زده کړو معينيت د سواد زده کړو چارو مشر ورته اشاري کوي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معين سردارمحمد رحيمي، نن په کابل کې د ياد معينيت له لوري د نوو چمتو شوو کتابونو د پېژندنې او معرفۍ په مراسمو کې په هېواد کې د سواد زده کړو له پرمختګ خبر ورکړ.

هغه وويل، دغه کتابونه د نوي ښوونيز نصاب پر بنسټ او د ځوانانو او عمرخوړلو د سواد زده کړو د پرمختګ په موخه او د شاګرد محورۍ اهميت ته په پام سره چمتو کړى شوي دي.

رحيمي زياته کړه: "په دغو کتابونو کې قران کريم، د پښتو، دري، رياضي، د زده کوونکو د ارزونې او د سواد زده کړې د ښوونکو لارښود کتابونه شامل دي، چې د سولې، همېشني ثبات، د يو بل د زغملو او د ذهنونو د روڼتيا او اسلامي پوهې او دانش پيغام په کې پروت دى."

په کابل کې د ملګرو ملتونو د روزنې، فرهنګي، علمي سازمان (يونسکو) د ښوونې او روزنې چارو مسوول دنيلو پديلا وويل، ياد کتابونه د ياد سازمان په مرسته او افغانستان کې د سواد زده کړو د وضعيت پرمختګ لپاره چمتو شوي دي.

هغې وويل، يونسکو په افغانستان کې د بېسوادۍ کچې د راټيټولو لپاره خپلو همکاريو ته ژمنه ده.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد د دېرش ميليوني نفوس ٦٠ سلنه وګړي بېسواده دي، چې له دې جملې يې ٨٠ سلنه ښځينه تشکيلوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement