د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په رحمان مېنې روغتون کې فساد لوړې کچې ته رسېدلى

په رحمان مېنې روغتون کې فساد لوړې کچې ته رسېدلى

Feb 19, 2017 - 20:08

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٥): د سرچينو د څرګندونو او ثبت شوي غږ له مخې، د کابل رحمان مېنه روغتون کې يو شمېر قابلې له ناروغانو پيسې اخلي، يوه اندازه پيسې د داسې کس جيب ته تللې، چې اوس د دې روغتون د مشر په توګه ګومارل شوى دى.

همداراز ځينې سرچينې وايي، ياد روغتون کې له تېرو څو کلونو راهيسې ستونزې موجودې وې، سره له دې چې د روغتون څو مشران بدل شوي دي، لا هم ستونزې پر خپل ځاى دي؛ ځينې ډاکټران د اضافى درملو او معايناتو سپارښتنه کوي، څو ناروغان د ياد روغتون کارکوونکو شخصي کتنځايونو او درملتونونو ته ورشي.

د دې روغتون يو پخوانى مشر تاييدوي چې پخوا هم دې په دې روغتون کې مالي فساد اوګډوډۍ وې، چې د دې ستونزو له امله، نوموړي د روغتون له مشرتابه څخه استعفا وکړه.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز، ډاکټر محمد کامران بشري (څوک چې د دويم ځل لپاره د روغتون د مشر په توګه ټاکل شوى دى" او د دې روغتون سرقابله هغه خبرې او ادعاګانې، چې "بشري" د فساد او پيسو اخيستو په تړاو کړې دي، په داسې حال کې ردوي چې د کابل د عامې روغتيا رياست وايي، د "بشري" په تړاو د خلکو له شکايتونو او خپور شوي کليپ څخه خبر دى، خو اړ دى چې د روغتون د مشر په توګه د "بشري" دويم ځل ګومارنې په تړاو د وزير امر ومني.

روغتون کې له فساد څخه شکايت

د کابل د رحمان مېنې، چې د اتمې ناحيې اړوند دى، دولتي روغتون دى او بايد خدمتونه وړيا وړاندې کړي. له کال څخه په لږ موده کې د دې روغتون مشر درې ځله بدل شوى دى، خو لا هم په دې روغتون کې د فساد له شتون څخه شکايتونه موجود دي.

د بېلابېلو سرچينو د معلوماتو له مخې، ډاکټر فقيرمحمد فقير شاوخوا اوه کاله د دې روغتون مشر و، خو د ده په وينا، د روان کال په غويي مياشت کې دې روغتيايي مرکز کې د فساد د شتون له امله يې له دندې استعفا وکړه.

د عامې روغتيا وزير د فقير له استعفا وروسته، ډاکټر محمدکامران بشري چې هغه مهال يې د روغتيا د چاپېريال ساتنې د مشر په توګه دنده ترسره کوله، د دې روغتون د سرپرست په توګه معرفي شو او د چنګاښ تر مياشتې دې دنده کې پاتې شو.

له هغه څخه وروسته د کابل د سروبي ولسوالۍ د عامې روغتيا آمر ډاکټر سيدجان حسن د (١٤٣٢٠١) ګڼې مکتوب له مخې د روان کال د چنګاښ په ٢٠مه د عامې روغتيا د بشري منابعو عمومي رياست د ګومارنې او ټاکنې لوړ امريت د کدرونو ګومارنې مديريت له لوري د دې روغتون مشر وګومارل شو.

هغه مکتوب چې د روان کال د چنګاښ په ٢١ مه د کابل عامې روغتيا رياست له لوري ياد روغتون ته استول شوى، يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته په لاس ورغلې ده، چې کاږي: "د بشري منابعو لوى رياست د رحمان مېنې مشر کامران بشري په تړاو د زيات شمېر خلکو او وکيلانو له شکايتونو څخه وروسته، د چارو د سمون لپاره په بېړني ډول د سروبي ولسوالۍ د عامې روغتيا آمر ډاکټر سيدجان حسن د اړتيا له مخې، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د شخصي چارو مقررې د اومې مادې پر بنسټ د رحمان مېنې روغتون ته په خدمتي ډول معرفي او واستول شو."

خو کامران بشري وايي، د روان کال د سلواغې په ١٢مه دويم ځل د ډاکټر سيدجان حسن پرځاى د دې روغتون د آمر په توګه معرفي شوى دى.

د سيمې ځينو اوسېدونکو د کامران بشري بيا ګومارنې په اړه عامې روغتيا ته د مکتوب له لارې شکايت کړى او دې غوښتنليک کې چې کاپي يې پژواک ترلاسه کړې ده، ليکل شوي دي: "موضوع په درنښت سره مقام ته وړاندې کېږي، څو د نوموړي بېرته ګومارنې په اړه چې غيراخلاقي او غيرقانوني کړنو بيا دوام مومي، روغتون ته د هغه له راتګ څخه مخنيوى وکړي او د هغه له راتګ سره روغتون کې د احتمالي ستونزو رامنځ ته کېدو څخه د هغه په تبديلي کې  زموږ ملاتړ وکړئ چې دا به پر موږ پېرزوينه وي."

ملک عبدالاحد د سيمې يو تن هغه اوسېدونکى دى چې ياد غوښتنليک يې لاسليک کړى دى. دى وايي چې د دې روغتون قابلې له هرې مېرمنې څخه د زېږون پرمهال له ١٠٠٠- ١٥٠٠ افغانيو پيسې اخلي.

هغه وويل، له پخوا کلونو څخه دا ستونزې په روغتون کې موجودې وې او د دې ترڅنګ دې روغتون کې زياتې بې نظمۍ دي، د شپې له خوا ناروغان نه مني، ځکه ډېرى مهال د شپې له خوا نوکريوال ډاکټران روغتون کې نه وي.

هغه وايي، د سيمې اوسېدونکي د نورو شته ستونزو ترڅنګ له دې امله د کامران بشري ګومارنې په اړه شکايت کوي، چې بشري غوښتل د زېږون خونو ته ولاړ شي.

همداراز د سيمې بل اوسېدونکى نورحسن وايي: "موږ له دې امله شکايت وکړ، جې خبر شو ياد تن غوښتل د زېږون خونې ته ولاړ شي، دا بې ناموسي هېڅوک نه شي منلى."

يادو دواړو سرچينو په دې اړه سند او شواهد چې د دوى ادعاګانې ثابتې کړي، وړاندې نه کړل او ويې ويل چې په دې تړاو يې د سيمې د استازي حاجي رحمت الله خبرې اورېدلې دي.

حاجي رحمت الله چې مخکې يې دې روغتون کې د فارمسست په توګه دنده ترسره کوله او ځان د سيمې د اوسېدونکو استازى بولي، ادعا کوي چې د سيمې خلک او د دې روغتون کارکوونکو له دې امله له کامران بشري څخه شکايت کړى، چې قابله ګانو له ولادي ناروغانو پيسې اخيستې او بشري به له قابله ګانو څخه خپله ونډه ترلاسه کوله.

هغه زياته کړه: "يو بل له شرمه ډک کار چې "بشري" کړى و، هغه دا و چې ويل به يې زه ولادي برخې ته ځم، غواړم په زېږون پوه شم، زه د دې ترڅنګ چې فارمسست وم، د خپلې سيمې اوسېدونکو استازى هم يم، څو ځله  ورسره ښکېل شوى يم او ورته ويلي مې دي چې د زېږون خونې ته بايد ولاړ نه شي."

رحمت الله وايي، ثبت شوى غږ شته چې د فريدې په نوم د دې روغتون سرقابلې له کامران بشري سره د پيسو اخيستو په اړه خبرې کړې دي او وايي، دا غږ هغه مهال ثبت شوى دى چې بشري د دې روغتون سرپرست و.

دا غږيز کليپ چې پژواک ته په لاس ورغلى دى، مېرمن چې ويل کېږي فريده ده، له کامران سره خبرې کوي، چې له قابله ګانو سره يې د پيسو په اړه خبرې کړې دي، خو يوشمېر قابلې په ځانګړې توګه يوه يې ډېر شور او ځوږ کوي.

خو کوم کس چې غږ يې ثبت شوى او ويل کېږي چې کامران بشري دى، هغې ته وايي: "باور وکړه، که په ژړا دلته ونه درېده، ننواتې يې ونه کړې او پښو کې مې ونه لوېده."

فريده چې په بي بي حاجي هم شهرت لري، دې کليپ کې وايي: "قابله شهلا بيا راغله او ويې ويل چې بي بي حاجي! ته آمر ته ووايه چې هره مياشت پنځه زره افغانۍ درکوو، لس زره افغانۍ نه شو ورکولى، ټولې شل زره افغانۍ کېږي او ته يې په پټه آمر صاحب ته ورکړه، ما ورته وويل: نجونو! که تاسې دومره غږ اوچت کړئ، نو زموږ پت ته زيان اوړي، يواځې زه شور اوځوږ نه پورته کوم، څومره چې کار کوم، خداى (ج) شاهد او واحد دى، ورته غونډوم يې."

د فريدې په خبره، د فرزانې په نوم يوه قابله چې ډېر شور او جنجال کوي، ورته ويلي يې دي، نه پوهېږي چې له دې کارونو (د پيسو اخيستل) وزارت او يا رياست خبر دى که نه؟ خو بشري يې په ځواب کې وايي، که چېرته بي بي حاجي (فريده) وغواړي، دى به هغه قابلې ته زنګ ووهي چې ډېر شور کوي؛ فريده يې په ځواب کې وايي: ((نه نه! آمر صاحب! کله چې زه ور ښکته شم، زنګ ورته ووهه، ورته ووايه چې کوم کارونه کوي، نو لازم نه دي.))

خو فريده په يو بل ځاى کې وايي، فرزانه هم تېره ورځ حاضره شوې ده چې هره مياشت پنځه زره افغانۍ ورکړي، خو بشري ويلي دي: ((ما همدا سلسله ختمه کړه، نه اوس مې پر فرزانې اعتماد ختم شوى.))

دغه مېرمن زياتوي: ((ما تېره ورځ پروانې ته وويل چې دا پنځه زره روپۍ څه معنا لري، دا شور زوږ څه معنا، خير دى، خير دى يو څه ته ووايه، خير دى همدا همکاري به موږ خپله وکړو، که چېرته آمر صاحب په وزارت، رياست او ټولو ځايونو کې له موږ دفاع کوي.))

سرقابله فريده خپل غږ ټيټيوي او ورو وايي: ((آمر صاحب! درې زره مې هغه ورځ ورکړې، شپږ سوه مې جيب کې دي، شهلا راکړې چې تاسې ته يې درکړم.))

قابله شهلا چې په دې روغتون کې کار کوي، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې تر اوسه يې فريدې او د روغتون آمر ته پيسې نه دي ورکړې، خو زياتوي: ((له ما نه پيسې نه دي غوښتل شوي، تنخوا مې شپږ زره افغانۍ ده، له دې به څه ورکړم؟ زه خو له ناروغانو پيسې نه غواړم، خو آمر صاحب ويلي چې که څوک شيريني درکوي، ترې اخلئ يې، خو له ناروغانو سره به دعوا نه کوئ.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جزا قانون د ٢٥٤مې مادې له مخې، د عامه خدمتونو هر موظف کس چې له خپلې دندې په نه تر سره کولو سره په خپل نوم له بل شخص نه پيسې  واخلي او يا هم مالي ګټه وغواړي، يا له شخص نه وعده واخلي او بخشش قبول کړي، نو رشوت اخيستونکى شمېرل کېږي.

د ر حمان مېنې روغتون يوې قابلې، په راپور کې د نوم نه اخيستلو په شرط، پژواک ته وويل: ((دا ځل چې [کامران بشري] راغى، له ما نه يې پيسې ونه غوښتې، هغه مخکې چې سرپرست ټاکل شوى و، خپله يې په مستقيم ډول له ما پيسې ونه غوښتې، قابله فريده راغله او ويل يې چې تاسې هره يوه بايد د مياشتې پنځه زره افغانۍ راکړئ چې آمر صاحب ته يې ورکوم، هغې په زور رانه اخيستې، نه پوهېږم چې آمر ته يې ورکولې که يې خپله اخيستې.))

نوموړي په دې اړه چې د روغتون قابلې له ناروغانو پيسې اخلي که نه؟ وويل: ((خپله مې هېڅکله هم له ناروغانو پيسې نه دي غوښتي، نه به دا کار وکړم، که چېرته چا په خپله خوښه شيريني راکړې وي، نو نه يې ردوم.))

سرقابله فريده په ياد شوي کليپ کې وايي: ((همدې قابلو، همدې نجونو لاس سره يو کړى دى، جعلي اسناد يې چمتو کړي، زما پر وړاندې يې دسيسې جوړې کړي، وزارت ته لاړل او ويل يې چې قابله فريده پيسې اخلي، مريض قيدوي، په داسې حال کې چې لخ وزارت نه راغلل، تفتيش يې وکړ، ويې ليدل چې هېڅ خبره نه ده، زه له همدې قابلو نه هېڅ سمه خاطره نه لرم، کار پرې  کوم، خو راز ونياز ورسره نه لرم، ډېرې رسوا، مطلب اشنا او بې معاشرته دي، زه خپله شکر دى قوي ملاتړ لرم، پخوا رانه نه وېرېدې، خو اوس وېرېږي.))

هغې همدارنګه وويل: ((زه چې راغلم په دې روغتون کې د ١٨٠ ولادي پېښې وې، ٣٦١ ته مې لوړې کړې، داسې ناروغان راځي چې غريب دي، څوک پيسې ورکوي، څوک يې چې نه ورکوي، نه يې ورکوي، زه ناروغ له شا نه حلالوم، په خپله خوښه يې راکوي، که زه چنه ووهم. په الله قسم، بيا خو زه په دې سيمه کې ډېر شناخت لرم.))

هغه په يو بل ځاى کې وايي: ((آمر صاحب! زوى مې نيم درجن جنسنګ درته اخيستي، په کور کې دي، سهار به يې درته راوړم. آمر يې په ځواب کې وايي:((ما خجالت کوې)) او فريده وايي: ((نه پروا نه لري، مبارکي ده.))

دا مېرمن بيا وايي: ((فاطمه ګۍ هم هغه کوچنۍ ډالۍ درکړه، نه پوهېږم چې رنګ يې ستاسې خوښ شو که نه؟)) بشري له مېرمنې مننه کوي او وايي: ((خوښه مې شوه، برګ سبز تحفه دروېش، بيا به يې جبران کړم.))

د ادعاوو رد

ډاکټر کامران بشري او قابله فريده وايي، ياد شوى غږيز کليپ جعلي دى او جوړ شوى غږ جوړ شوى دى.

بشري پژواک خبري اژانس ته وويل: ((همغه وخت چې له عامې روغتيا وزارت نه يې د اصلاحاتو راوستلو لپاره معرفي کړم، کله چې راغلم، په دې روغتون کې ډېرې ګډودۍ وې، هېچا هم سمه حاضري نه ورکوله، د نوکرۍ سيستم خراب و، له ناروغانو يې پيسې اخيستې، له اړتيا پرته يې ټلويزيوني معاينې کولې چې د روغتون مخکې د روغتون د يوه ډاکټر اړونده وه، ډېرې لوړې نسخې له زياتو درملو سره ليکل کېدې، په ټوله کې د روغتون وضعيت ډېر خراب و، کله چې راغلم، مبارزه مې پيل کړه، خو له بده مرغه چې هغو کسانو راته دسيسې جوړې کړې چې ګټې يې په خطر کې وې، دا جعلي غږ يې جوړ کړ.))

نوموړي زياته کړه: ((غږيز کليپ يې جوړ کړى، غږونه خو جوړېږي، حقيقت نه لري، ما هېڅکله هم له قابلو پيسې نه دي غوښتې، کله چې زه غواړم د دې ټولو سرغړونو مخنيوى وکړم، نو بيا څنګه له قابلو پيسې وغواړم؟))

بشري ولادې برخې ته د هغه د تګ په اړه وويل چې هغه يادولو ته اړتيا نه لري، هېڅکله هم د زېږون خونو ته نه دى تللى او نه ځي، خو د روغتون د مشر په توګه د دې  څانګې پر کارونو څارنه کوي.

هغه وويل، پخوا د روغتون سرپرست و، خو اوس د اصلاحاتو راوستلو په موخه د رسمي آمر په توګه وټاکل شو، نو هڅه کوي په دې روغتون کې له فساد سره جدي مبارزه وکړي، دا ډول تورونه د هغه د فعاليتونو مخنيوى نه شي کولى.

قابله فريده چې د خپل ځان د دفاع لپاره د پژواک خبري اژانس دفتر ته راغلې وه، وايي: ((غږ جعلي دى، بشپړ دروغ دي، اصلا دا غږيز کليپ هغو کسانو جوړ کړى چې يو بانډ و، د بشري په راتګ سره يې ګټې په خطر کې ولوېدې، دوى له روغتون نه بهر درملتونونه او کتنځايونه لرل، ٢٠ نه تر ٣٠ ناروغانو ته اضافي نسخې ليکي، بې اړتيا ټلويزيوني معاينې کوي.))

هغ همدارنګه زياتوي: ((زه هېڅ ستونزه نه لرم، بشري يو اصولي او سم کس دى، يوه نيمه مياشت کار يې وکړ، خو لاسونه ولوبېدل او په بېلابېلو نومونو يې هغه نوم بدى کړ، له بشري سره هېڅ پېژندنه نه لرم؛ زه د کابل يم، خو بشري د جلال اباد دى، که زما کليپونه هر ځاى وړي، د عامې روغتيا وزارت ته يا بل هر ځاى ته، ماته فرق نه کوي، زه پاک يم، خدمت کوم او موخه مې خدمت دى.))

نوموړې همدارنګه وويل، په دې روغتون کې له ناروغانو پيسې نه اخيستل کېږي، خو که چېرته يو کس د شيريني په نوم قابلو ته پيسې ورکوي، نه يې ردوي.

د چارواکو ضد و نقيض څرګندونې

د کابل ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکټر يما نوري له کامران بشري نه د خلکو د شکايتونو او د ياد شوي غږيز کلپ په اړه وويل: ((د کليپ له موضوع نه پوره خبر يم، دا خپله زما له خوا نه دي، د مقام آمر دى، له وزير صاحب نه پي دو(د مقررۍ فورمه) اخلم او خپله  لاس په کار کېږم.))

هغه په دې اړه چې ځينې کسان وايي چې دا کس ښه سابقه نه لري او په فساد کې ښکېل دى، وويل: ((ما ورته وويل چې وروره! پخوا چې هر څنګه و، وو به، اسناد دې ما سره دي، اوس درنه کار غواړم، اوس يې پي دو راوړې، آمر وزير صاحب دى، وزير صاحب زموږ آمر دى، که چېرته زما واک وى، لرې کولو مې.))

نوموړي وويل، همدا اوس د کامران بشري له کارونو په جدي ډول څارنه کوي، که چېرته ترې سرغړونه وشي، له خپل واک نه استفاده کوي او له روغتون نه به يې منفک کړي.

خو د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز،  په فساد کې د کامران بشري د ښکېلتيا په اړه وايي، له عامې روغتيا وزارات سره د پژواک خبري اژانس له اړيکې وروسته يې د دې قضيې په اړه ټولو برخو ته لارښوونه کړې چې قضيه په کره ډول وڅېړي، د څېړنې پايلې دا وې چې بشري په دې روغتون کې له فساد سره تړاو نه درلود.

هغه د غږيز کليپ په اړه وويل: ((تور لګول ډېر اسانه دي، يو کس چې کړنې ولري، سخت چلند ولري، به بېړه يې په فساد تورنوي او ټاپه پرې وهي، په افغانستان کې دا کارونه ډېر زيات دي، بايد دقت وکړو.))

د عامې روغتيا وزير زياته کړه: ((هره ورځ د فساد په اړه شکايتونه را رسېږي، تر اوسه يې څو هغه څېړل شوي، موږ يې ټول څېړو چې اکثره يې ظالمانه او له حقيقت لرې وو، نو اړينه ده چې دقت وکړو، که دقت ونه کړو، نو ښې پايلې به ونه لري.))

د فساد مخينه

ځينې سرچينې وايي، تر دې وړاندې هم په دې روغتون کې مالي فساد و.

په روغتون کې د يوې مېرمنې پايوازې (ناروغ لرونکې) شيرين ګل د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري ته وويل چې په دې روغتون کې به کلونه وړاندې له هغو مېرمنو د شيريني په نوم پيسې اخيستل کېدې چې د زېږون لپاره به راغلې وې.

هغې زياته کړه: ((لس ورځې وړاندې مې خپله ناوې راوړه، زوى يې پيدا شو، خاله او قابلو رانه ٨٠٠ افغانۍ واخيستې، يوه مياشت وړاندې مې ورېندار هم راوړه، په زېږون يې رانه ٥٠٠ افغانۍ د شيرينې په نوم واخيستې.))

د دې په خبره، قابلې او ډاکټران په زور سره پيسې نه اخلي، خو دا موضوع جدي نيسي، د شيريني په نوم پيسې غواړي.

يوه بله مېرمن چې يونيم کلن ماشوم يې روغتون ته درملنې لپاره راوړى و، وويل: ((دا ماشوم مې دلته زېږېدلى دى، خواښې مې ويل چې خاله ګانو او قابلو ته يې ١٠٠٠ افغانۍ د شيرينې په توګه ورکړې وې.))

هغه وايي، نه پوهېږي چې دا پيسې يې په زور اخيستې وې که يې خواښې په خپله خوښه ورکړې وې.

يوه ځايي هټيوال له نوم اخيستلو پرته پژواک ته وويل: ((له شلو کلونو راهيسې دلته دوکان لرم، له ناروغانو مې د سترګو ليدلى حال دا دى چې ناروغان په ځانګړي ډول له ولادي ناروغانو پيسې اخلي، د شپې له لوري ناروغان نه مني، ځکه چې نوکريوال ډاکټر نه وي، حتى خپله مېرمن مې چې ځو ځله يې دې روغتون کې اولاد پيدا شوى، د شيريني په نامه ترې پيسې غوښتل شوې او ورکړې يې دي.))

نوموړي زياته کړه چې خلک اړ دي، څو د شيريني په نامه پيسې ورکړي.

د دې روغتون د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر عتيق الله مشفق هم وايي، پخوا په دې روغتون کې ستونزې وې، خو کله چې کامران بشري د روغتون د سرپرست په توګه وټاکل شو، نو مخه يې ونيول شوه.

هغه وايي، له اوو کلونو راهيسې چې په دې روغتون کې يې کار کړى، بې نظمۍ او ګڼې ستونزې موجودې وې، د روغتون يو شمېر ډاکټران او نرسان په نورو ځايونو کې هم کار کوي، نوکريوالي ته نه حاضرېدل، قابلو له ناروغانو پيسې اخيستې.

هغه وايي، د رحمان مېنې روغتون پخواني فارمسسټ حاجي رحمت الله د روغتون مخکې درملتون درلود، ځينې ډاکټرانو په ځانګړي ډول نسايي ولادي برخې يې خپلو ناروغانو ته اضافي درمل تجويزول، څو له ياد شوي روغتون نه يې واخلي.

هغه همدارنګه ادعا کوي چې د پلوشې په نوم د دې روغتون يوه ډاکټره روغتون ته نږدې التراسونډ معاينه لري، اکثرو ناروغانو ته يې هلته د معايناتو کولو پاڼه ليکلې، څو هلته ورشي.

د نوموړي په خبره، په دې تېرو اوو کلونو کې د التراسوانډ دستګاه په روغتون کې وه، خو فعاله نه وه، څو د پلوشې له التراسونډ استفاده وشي.

هغه زياته کړه: ((د شفاخانې آمر [ډاکټر فقيراحمد فقير] دې ګډوډيو ته هېڅ پاملرنه نه کوله، خو پرسونل يې شکايت وکړ، وروسته ډاکټر فقير د يوې مودې لپاره استعفا وکړه، وروسته کامران بشري د روغتون د سرپرست مشر په توګه معرفي شو، راغلى او ډېر اصلاحات يې راوستل، د ډاکټرانو حاضري ته يې جدي پاملرنه کوله، نو کوم کسان چې ګټې يې په خطر کې لوېدلې وې، د آمر صاحب لپاره يې دسيسې جوړې کړې، يو ثبت شوى غږ د ټولو لاس ته ورغى، دا غږ يې جوړ کړى دى، وزارت ته يې يووړ، يو څو جعلي لاسليکونه يې جوړ کړل، له کامران بشري نه يې شکايت وکړ.))

د روغتون پخوانى مشر ډاکټر فقيرمحمد فقير وايي، له ١٣٨٧ لمريز کال نه د روان کال تر غويي مياشتې پورې يې د دې روغتون د آمر په توګه کار کړى دى.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل: ((زما د آمريت په وخت کې د دې روغتون  يو شمېر ډاکټر صاحبان او قابلې بې بندوباره وو، له ناروغانو يې د شيريني په نامه پيسې اخيستې، بې مورده نسخې يې ليکلې، اړوند لابراتوار ته يې راجع کولې، سخت به ځورېدم او غوښتل مې چې اصلاحات راولم، وزارت مې پرې خبر کړ، خو اجراات يې ونه کړل، کله چې اصلاحات راوستل غواړې، نو دا کار له قوي ملاتړ پرته ګران کار دى، په همدې سبب مې استعفا وکړه او ځان مې له دې ټولو مسايلو ګوښه کړ.))

خو فقير د ډاکټر مشفق خبرې رد کړې او ويې ويل، د هغه د آمريت په شپږو لومړيو کلونو کې په دې روغتون کې التراسونډ نه و او په وروستيو کلونو کې ورسره د التراسونډ دستګاه کمک وشو او د دې لپاره يې يو مسلکي ډاکټر وګوماره.

ډاکټر فقير وايي: ((ډاکتر مشفق ناروغانو ته ويل چې راشئ، تاسې ته ټلويزيوني معاينه کوم، ناروغان د دې لپاره چې مفته ټلويزيوني معاينه يې کېده، خوشحاله وو، وروسته يې درملتون ته ورته اضافي درمل ليکل، پرته له دې چې کوم تشخيص ولري، يا دې د تشخيص کومه پاڼه ورکړي، ورته ووايي چې د بدن کومه برخه يې معاينه شوې، هوايي يې ورته ويل چې ستونزه نه لرې، خو د دې درملو په پېرلو سره به روغ شې.))

خو ډاکټر مشفق د فقير په ځواب کې وويل، هېڅکله يې بې اړتيا ټلويزيوني معاينه نه ده کړې، يواځې د اړتيا پرمهال يې ناروغانو ته د دغه ډول معاينې تجويز کړى، خپله هم په دې برخه کې تخصص لري.

نوموړي د اضافي درملو د ليکلو په اړه وويل: ((هېڅکله مې اضافي درمل نه دي ليکلي، له هېڅ کوم درملتون سره اړيکه نه لرم، دا خبره ناسمه ده.))

ډاکټر پلوشې نه غوښتل چې خبرې وکړي. حاجي رحمت الله وويل چې د رحمان مېنې روغتون مخکې درملتون لري او حق لري چې درملتون ولري، خو دا ادعا چې ګني د روغتون له ډاکټرانو سره اړيکه لري او ډاکټران د درملو اخيستلو لپاره ناروغان هلته ور استوي، ردوي.

پژواک هڅه وکړه چې د ډاکټر فقير د خبرو په تړاو چې ګني په تېرو کلونو کې فساد و او د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې اړين اقدام نه دى کړى، د عامې روغتيا وزارت د وياند نظر هم واخلي، خو له پرله پسې هڅو وروسته هم اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement